وروستي خبرونه

Subscribe to وروستي خبرونه feed
Updated: 2 hours 10 min ago

سرچینه : په بدخشان کې ۳۰ سیمییز پولیس وژل شوي

Fri, 07/21/2017 - 22:12
By گل محمد تنها on 21 July 2017 فیض اباد (پژواک، ۳۰ چنګاښ ۹۶): سرچینې وایي،چې په بدخشان ولایت کې د یوه کمین پر مهال۳۰ تنه سیمییز پولیس وژل شوي دي. دبدخشان دولایتي شورا وکیل  کامل بیګ دچنګاښ په ۳۰مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، چې نن سهار په شاوخوا نهو بجو وسله والوطالبانو دیمګان ولسوالۍ له اړخه پر تګاب ولسوالۍ برید کړی و... read more

د امریکایي ځواکونو په هوایي برید کې ۱۵ افغان پولیس وژل شوي

Fri, 07/21/2017 - 21:48
By زین الله ستانکزی on 21 July 2017 لښکرګاه (پژواک، ۳۰ چنګاښ ۹۶) : په هلمند ولایت کې دامریکایي ځواکونو په هوایي برید کې افغان پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د هلمند والي حیات الله حیات  د چنګاښ په ۳۰مه، د پيښې دتایید ترڅنګ پژواک اژانس ته وویل، چې دا پيښه نن تر غرمې وروسته په ګرشک ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده. هغه زیاته کړه، چې... read more

برېتانیا له افغانستان سره په امنیتي او دفاعي برخو کې پر دوامداره ملاتړ ټينګار وکړ

Fri, 07/21/2017 - 18:07
By پژواک on 21 July 2017 کابل (پژواک ٣٠ چنګاښ ٩٦): د برېتانيې د وسله والو ځواکونو وزير د افغانستان د دفاعي او امنیتي ځواکونو لپاره د دغه هېواد پر دوامداره ملاتړ ټینګار وکړ. په کابل کې د برېتانيې سفارت له خوا پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د برېتانیې د وسله والو ځواکونو وزیر مارک لانکسټر، نن ورځ... read more

اروزګان کې لسګونو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

Fri, 07/21/2017 - 18:00
By اجمل وصال on 21 July 2017 ترينکوټ (پژواک، ٣٠ چنګاښ ٩٦): د اروزګان امنیتي چارواکي وایې، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او څو ولسوالیو کې د خنجر په نوم عملیاتو کې تر دې مهاله ۱۱۸ طالبان وژل شوي او ۵۰ نور ټپیان دي. د اروزګان سرپرست امنیه قوماندان مل پاسوال رحمت الله صدیقي نن د خبري ناستې پر مهال وویل، د وسله والو طالبانو د... read more

پکتیکا کې یو ملکي وګړی او پنځه وسله وال وژل شوي

Fri, 07/21/2017 - 17:11
By رحيم خان خوشحال on 21 July 2017 ښرنه (پژواک، ٣٠ چنګاښ ٩٦): د پکتيکا امنيتي مسوولين وايي، د دغه ولایت په ګومل او سروبي ولسواليو کې د ماين په چاودنه او وسله وال بريد کې يو کوچى او پنځه وسله وال وژل شوي دي. د پکتيکا د سروبي ولسوالۍ امنيه قوماندان لومړي څارن محمد ايوب تندر د چنګاښ په ۳۰مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار اته... read more

سمنګان کې یوه کس خپله خواښې وژلې

Fri, 07/21/2017 - 16:24
By برات on 21 July 2017 ایبک (پژواک، ۳۰ چنګاښ ۹۶): په سمنګان امنیتي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې یوه کس خپله خواښې وژلې، خسر او یوه خوښینه یې ټپیان کړي دي. د ایبک ښار د پولیسو د لومړۍ حوزې امر سمونمل عبدالحلیم بیک د چنګاښ په ۳۰مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه تېره شپه یوولس بجې د ایبک اړوند په ګل قشلاق کلي... read more

افغان نولس کلنې لوبډلې په کرکټ کې مالیزیا ته په لوی توپیر ماتې ورکړه

Fri, 07/21/2017 - 13:27
By جاويد هميم کاکړ on 21 July 2017 کابل (پژواک، ٣٠ چنګاښ ٩٦): د کرکټ مسوولين وايي چې افغان نولس کلنو ملي لوبډلې د ماليزيا لوبډلې ته په لسو ويکټو ماتې ورکړه. د کرکټ بورډ د رسنیو د اړیکو مسوول فرید هوتک پژواک ته وویل د لوبې پچه ماليزيا وګټله او خپله يې توپوهنه پيل کړه چې د ۲۲،۲ اورونو په لوبولو او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو يې ۵۸... read more

پکـتيا کې د نښتر کلنۍ مشاعـره ترسره شوه

Fri, 07/21/2017 - 12:40
By شکـور کامـران on 21 July 2017 ګردېز (پژواک، ٣٠ چنګاښ ٩٦): د پکـتيا مشهوره کلنۍ مشاعـره "نښتر" د بېلابېلو ولايتونو د ګـڼو اديبانو، شاعـرانو او مسوولينو په ګډون ترسره شوه. د پکـتيا والي شميم خان کټوازي په دې مشاعره کې شعر او ادب د ژبې د غوړېدو لپاره مهم او د پيغام ښه وسيله ياده کړه. نوموړي له شاعرانو وغوښتل چې په خپلو... read more

طالبانو د بغلان پر ګذرګاه نور او نهرین ولسواليو بریدونه کړي

Fri, 07/21/2017 - 12:37
By حبيب الرحمن شیرزی on 21 July 2017 پلخمري (پژواک، ۳۰ چنګاښ ۹۶): د بغلان ځايي چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو تېره شپه د دغه ولایت پر ګذرګاه نور او نهرين ولسوالیو بریدونه کړي او له امنیتي ځواکونو سره یې په ساعتونو جګړه کړې ده. د ګذرګاه نور ولسوال نورمحمد ګذر پژواک خبري اژانس ته وویل، طالبانو په بورکه ولسوالۍ کې له ماتې وروسته،... read more

د کندوز خان اباد ولسوالۍ د سقوط له ګواښ سره مخ ده

Fri, 07/21/2017 - 12:14
By اجمل کاکر on 21 July 2017 کندوز (پژواک، ۳۰ چنګاښ ۹۶): د کندوز د خان اباد ولسوال وايي چې په دې ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنخ جګړې له امله د کندوز- تخار لویه لاره تړل شوې او اوس هم جګړه دوام لري. د خان اباد ولسوال حیات الله امیري پژواک خبري اژانس ته وویل چې وسله والو طالبانو نن سهار (جمعه) په دې ولسوالۍ کې... read more

ننګرهار کې ٢٦ وسله وال وژل شوي

Fri, 07/21/2017 - 10:37
By یوسف ظریفی on 21 July 2017 جلال اباد (پژواک، ۳۰ چنګاش ۹۶): د ننګرهار په خوګياڼو او مومندرې ولسواليو کې د وسله والې نښتې او عملياتو پر مهال ٢٤ داعش او دوه طالب وسله وال وژل شوي دي. د ننګرهار د رسنيو له دفتره پژواک خبري اژانس ته په را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د خوګياڼو ولسوالۍ اړوند سيمو کې تېره ورځ د سيمې خلکو او داعش... read more

د هلمند چارواکي: د ګرشک ولسوالۍ جګړه لا هم روانه ده

Thu, 07/20/2017 - 21:46
By زین الله ستانکزی on 20 July 2017 لښکرګاه (پژواک ٢٩ چنګاښ ۹۶): د هلمند چارواکي وايي، که څه هم د ګرشک ولسوالۍ د جګړې شدت کم شوى دى، خو بيا هم په ځينو سيمو کې ډزې روانې دي. د هلمند د والي وياند عمر ځواک، پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه جګړه چې تېره شپه د وسله والو طالبانو له خوا د ولسوالۍ د مرکز د نيولو په موخه په ډله ييز ډول پيل... read more

په جوزجان کې د مېرمنو د لاسي صنايعو نندارتون جوړ شو

Thu, 07/20/2017 - 20:48
By حامد " تمکين " on 20 July 2017 شبرغان (پژواک ٢٩ چنګاښ ٩٦): د جوزجان په شبرغان ښار کې د بېوزلو کورنيو د مېرمنو د لاسي صنايعو نندارتون پرانيستل شو. دغه نندارتون د مدني ټولنې د بنسټونو د ملي مجمعې په نوښت ترسره شو. هغه مېرمنې چې په دغه نندارتون کې يې ګډون کړى وو، په هغه لس مياشتني روزنيز پروګرام کې يې برخه اخيستې چې د دغه... read more

ولسمشرغني: د افغانستان او هند مناسبات به نور هم غښتلي او پراخ شي

Thu, 07/20/2017 - 20:10
By پژواک on 20 July 2017 کابل (پژواک، ٢٩ چنګاښ ٩٦): ولسمشر د هند د نوي جمهور رئيس د ټاکل کېدو د مبارکۍ په ترڅ کې ويلي، چې د هغه د جمهوري رياست پرمهال به د افغانستان او هند مناسبات نور هم غښتلي او پراخ شي. له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر محمداشرف غني د هند د نوي جمهور رئیس په توګه... read more

د "بانو" راډيو تلوېزيون په فعاليت پيل وکړ

Thu, 07/20/2017 - 19:56
By ناهيد بشردوست on 20 July 2017 کابل(پژواک،٢٩ چنګاښ٩٦): د" بانو" په نوم د مېرمنو ځانګړي راډيو تلوېزيون چې په کابل کې د خپل ډول  دويمه رسنۍ ده  د مېرمنو پر چارو د تمرکز په موخه په رسمي توګه پرانيستل شو. د دغې رسنۍ د کار پيلېدو په مراسمو کې چې نن په کابل کې ترسره شول، يوشمېر دولتي چارواکو، د رسنيو استازو او ځينو... read more

د باميانو والي: موږ هېڅکله هم چا ته له خپلو ملي ګټو نه تېريږو

Thu, 07/20/2017 - 18:27
By هادی غفاری on 20 July 2017  باميان (پژواک، ٢٩ چنګاښ ٩٦): د باميانو ولايت يو شمېر سيمه ييز چارواکي او اوسېدونکي، افغانستان کې د اوبو بندونو جوړولو په اړه د ايران د ولسمشر د وروستيو څرګندونو د غندلو ترڅنګ وايي، ګاونډي هېوادونه بايد له افغانستان سره خپلې ستونزې د خبرو اترو له لارې حل کړي.  د ايران ولسمشر حسن روحاني... read more

چارواکي: مرکزي بغلان کې ٢٤ وسله وال مخالفين وژل شوي

Thu, 07/20/2017 - 18:23
By حبيب شيرزى on 20 July 2017  پلخمري (پژواک، ٢٩ چنګاښ ٩٦): د بغلان ولايت امنيتي چارواکي وايي، وسله والو مخالفينو له تېرو څو ورځو راهيسې د ياد ولايت پر مرکزي بغلان ولسوالۍ پراخه بريدونه پيل کړي چې د امنيتي ځواکونو له سخت غبرګون سره مخ شوي او اوسمهال بېرته شاتګ ته اړ ايستل شوي دي.  د بغلان امنيه قوماندان اکرام الدين... read more

د پېچ درې سيند کې د مړو او ټپي ماهيانو د لامل معلومېدو غوښتنه وشوه

Thu, 07/20/2017 - 18:12
By خان ولى سالازى on 20 July 2017 اسعداباد (پژواک،٢٩ چنګاښ ٩٦) : د کونړ ولايت د پېچ درې په سيند کې چې له نورستان څخه سرچينه اخلي، سلګونه مړه ماهيان موندل شوي دي. د کونړ د ماڼوګي ولسوالۍ ولسوال عبدالمرجان د چنګاښ په ٢٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، له نن سهار راهيسې د پېچ درې په سيند کې سلګونه ماهيان چې ټپونه يې هم درلودلاو له... read more

د پاکستان سفير له رباني سره د سولې بهير او اقتصادي پروژو په اړه خبرې وکړې

Thu, 07/20/2017 - 17:57
By جاويد هميم کاکړ on 20 July 2017 کابل (پژواک، ٢٩ چنګاښ ٩٦) : په کابل کې د پاکستان نوي سفير دافغانستان د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني سره  پر  سولې او لويو اقتصادي پروژو خبرې وکړې. د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا د چنګاښ په ٢٩مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېـږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان لپاره د... read more

د کندهار شاوليکوټ کې وسله والو او پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې

Thu, 07/20/2017 - 17:36
By بشير احمد نادم on 20 July 2017 کندهار (پژواک، ۲۹ چنګاښ ۹۶): د کندهار په شاولیکوټ کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو تر منځ په جګړه کې ۵ پولیسو او ۲۷ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. دغه جګړه له هغه وروسته شوې چې وسله والو طالبانو د کندهار- ارزګان پر لار د شاولیکوټ ولسوالۍ په ماڼو سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر یوې قرارګاه برید وکړ... read more

Pages

Give us a call on +93 20 220 1814