د کانونو عوايد

په ميدان وردګو کې له کانونو شپږ ميليونه عوايد راټول شوي

ميدانښار ( پژواک د مرغومي لومړۍ نېټه ۹۳) : د ميدان وردګو چارواکي وايي چې د ۲۳ لنډ او اوږد مهاله قراردادونو څخه يې شاوخوا شپږ ميليونه عوايد راټول کړي دي.

د دغه ولايت د کانونو رييس فضل باري د مرغومي په لومړۍ نېټه، پژواک خبري اژانس سره په يوه مرکه کې  وويل  چې د روان مالي کال په ترڅ کې دوی له بېلابېلو شرکتونو سره د کانونو په برخه کې  ۵ اوږد مهالې او ۱۷ لنډ مهالې قراردادونه کړي وو.

هغه زياته کړه، چې د ۲۳ زرو ټنو په اندازه يې د دايميردادو او ۳۰ زره ټنو په اندازه يې د مرکزي بهسودو د کچو درې قراردادونه له شرکتونو سره کړي و .

ټاکنيزې لانجې د کندوز د کانونو پر عوايدو منفي اغېز کړى

کندوز (پژواک ١٣ زمرى ٩٣): ټاکنيزو ناندريو او د بهرنيو سرتېرو وتلو په کندوز ولايت کې پر ودانيزو چارو اغېز کړى او له همدې امله د دغه ولايت د کانونو عوايد کم شوي دي.
په ټول کې په کندوز ولايت کې شپږ کانونه (نفت، اپاتيت (فاسفورس)، ايستلين، ګچ ، تعميراتي ډبرې، رېګ او جغل) شته دي، چې يواځې د ساختماني چارو لپاره ګچ، تعميراتي ډبرې او جغل استخراجېږي.
د خان اباد او چهاردرې ولسوالۍ په کانونو کې تر ټولو مهم د نفتو کانونه دي، خو په علي اباد کې فاسفورس، په چهار دره ولسوالۍ کې ايستلين او ګچ او په کلا زال، چهاردره او خان اباد ولسواليو کې د ودانيزو ډبرو کانونه شته دي.

د دره صوف بالا د ډبرو سکرو د دوو کانونو عوايد ډېر شوي

ايبک (پژواک ٣ چنګاښ ٩٣): د سمنګان د دره صوف بالا ولسوالۍ د ډبرو سکرو عوايد د روان مالي کال په شپږو مياشتو کې څه باندې يو ميليار او شپږ نيم ميليون افغانيو ته رسېدلي دي.

د سمنګان والي خيرالله انوش پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياد عوايد له دوو کانونو (دهانه تور او شباشک) څخه دي، چې د مالي کال په لومړيو شپږو مياشتو (د ١٣٩٢ د مرغومي له لومړۍ نه د ١٣٩٣ د غبرګولي تر پايه) ترلاسه شوي دي.

د تخار د کانونو عوايد کم شوي

 تالقان (پژواک ٢٤ سلواغه ٩٢): د تخار ولايت د کانونو رياست وايي، چې د بوديجې کسر او د ځينې دولتي ادارو د نه همکارۍ له امله، د دغه رياست عوايد د تېر کاله په پرتله درې ميليون افغانۍ کم شوي دي.

 دغه ولايت، د ډېرو کانونو د شتون له اړخه د شمال ختيځ زون په کچه لومړى مقام لري.

 خو د تخار د کانونو رييس انجنير فدا محمد تاشي وايي، چې په روان کال کې د کانونو عوايد لس ميليونو افغانيو ته رسېدلي، په داسې حال کې چې دغه عوايد په تېر مالي (١٣٩١ لمريز) کال کې ١٣ ميليون افغانيو ته رسېدل.

په روان کال کې د هېواد دکانونو عوايد ٤٠ سلنه لږ شوي

کابل (پژواک ١٨ مرغومى ٩٢): د کانونو او پټروليمو وزارت وايي، چې په ١٣٩٢ مالي کال کې د هېواد دکانونو عوايد له پنځوس ميليون ډالرو لوړ دي، خو د تېر کال د عوايد په پرتله څلوېښت سلنه راټيټ شوي دي.

 د دغه وزارت د کانونو د انسجام مرستيال نصير احمد دراني، له پژواک خبري اژانس سره په يوې ځانګړې مرکې کې وويل، چې په روان مالي کال کې يې له وړو کانونو څخه ٩ ميليونه، ٥٥١ زره او ٨٥٠ امريکايي ډالره او له لويو کانونو څخه يې ١٥ ميليونه، ٣٩ زره او ٥٥٤ امريکايي ډالره او دغه راز يې له تصديو او د کانونو له نورو برخو ٢٨ زره او ٩٩٧ امريکايي ډالر تر لاسه کړي دي.

دولت د ننګرهار دکانونو له درکه ٢٦٠ ميليونه عايد ترلاسه کړى

جلال اباد(پژواک٢٣ليندۍ٩٢): د ننګرهار د کانونو رياست وايي ، چې  په تېرو ١١ مياشتو کې يې  د کانونو له درکه ٢٦٠ ميليونه افغانۍ عايد دولت ته سپارلى دى.

د ننګرهار د کانونو رييس شکرالله طلوع  پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په ١٣٩٠ لمريز کال کې ددې ادارې له خوا يواځې ٤٠ ميليونه افغانۍ دولت ته سپارل شوې وې، چې اوس دغه رقم ٢٦٠ ميليونو افغانيو ته لوړ شوى دى.

نوموړي زياته کړه، چې د کال تر پايه به د کانونو رياست له ٢٨٠ تر ٣٠٠ ميليونه افغانيو پورې عايد دولت ته وسپاري.

د بدخشان د کانونو عوايد دوه نيم برابره لوړ شوي

فيض اباد (پژواک ١٢ مرغومى ٩٢): د بدخشان ولايت د کانونو عوايد، په ٢٠١٣ کال کې شاوخوا ٢٩ ميليون افغانيو ته رسېدلي او د لوړېدو يواځېنى لامل يې له کان څخه په غيرقانوني ډول د ايستلو مخنيوى بلل شوى دى.

د بدخشان د کانونو رييس محمداکبر انوري وايي، دغه عوايد د کران او منجان ولسوالۍ د لاجوردو له کانونو او د بهارک ولسوالۍ د ګرانيټ له کان څخه ترلاسه شوي دي.

محمد اکبر انورى،رييس معادن بدخشان

حيرتان بندر کې د نفتي توکو او اوبلن ګاز عوايد ٥٠ سلنه کم شوي

مزارشريف (پژواک، ١١ ورى ٩٢): د بلخ ولايت د نفتي توکو او اوبلن ګازو رياست مسوولين وايي، چې د تېر کال په پرتله يې عوايد ۵۰ سلنه کم شوي دي.

د بلخ په حيرتان بندر کې د نفتي توکو او اوبلن ګاز د رياست مسوول محمد صابر ظهير د وري په ۱۱مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ماليې د زياتوالي او د سوداګرو تر منځ د ناسمې سيالۍ له امله په ۱۳۹۱ کال کې د دغه رياست عوايد ۵۰سلنه کم شوي دي.

نوموړي زياته کړه، چې په ۱۳۹۰ لمريز  کال کې د ياد رياست عوايد ۸ ميليونه امريکايي ډالرو ته رسېدل، خو په ۱۳۹۱کال کې د دوی عوايد څه کم ۴ميليونه امريکايي ډالر ته راښکته شوي دي.

د سمنګان د ډبرو سکرو کانونو عوايد ډېر شوي دي

مزار شريف (پژواک ٨ مرغومى ٩١): په سمنګان ولايت كې د دره صوف د ډبرو سكرو د کانونو عوايد د تېر كال په پرتله ۳۶۱ ميليونه افغانۍ ډېر شوي دي.

 د دغه ولايت لوړپوړي چارواكي د قانون پلې كېدل، امنيت، د مزارشريف او دره صوف د سړك قير كېدل او د سولې پروسې په ترڅ كې د دغې سيمې د يوشمېر مخالفو وسلوالو تسلېمېدل،د دره صوف د ډبرو سكرو د عوايدو د ډېرېدو لامل ګڼي.

 په شمال زون كې د سکرو د تصدۍ مسوول عبدالخالق د مرغومي په ۵ مه، پژواك خبري اژانس ته وويل، چې د سمنګان ولايت د دره صوف بالا کانونو څخه يې د تېر كال په پرتله ډېر عوايد تر لاسه كړي دي.

افغانستان تېر کال د ډبرو سکرو له لارې ٤٢،٩ ميليون ډالره عايد درلود

کابل (پژواک١٧ ورى ٩١): تېر کال د افغانستان دولت د ډبرو سکرو له لارې ٤٢،٩ ميليون امريکايي ډالره عايد درلود. چې د وړم کال په پرتله ٨٨ سلنه زياتوالى ښيي.د کانونو وزارت د معلوماتو له مخې،‌ په بغلان، باميانو او سمنګان ولايتونو کې د ډبرو سکرو له کانونو څخه استخراج کېږي.

د کانونو وزارت وياند جواد عمر د وري په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دولت په ١٣٨٩ کال کې له يادو کانونو څخه ٢٢،٨ ميليونه امريکايي ډالر عايد درلود.

د ډبرو سکرو له کانونو څخه استخراج د کانونو وزارت اړوند د شمال د ډبرو سکرو د تصدۍ له خوا ترسره کېږي.

Pages

Give us a call on +93 20 220 1814