Journalist

پاکستان ته دې د ګاز د قاچاق مخينوى وشي

کندهار (پژواک ٣ تله ٩٣): د کندهار ولايت ګاز پلورونکي او عام وګړي وايي چې په دې وروستيو کې پاکستان ته د مايع ګاز د قاچاق له امله په دغه ولايت کې د ګاز بيه ډېره لوړه شوې ده.

هغوى وايي، خلک په لوړه بيه د ګاز د پېرلو توان نه لري، په کار ده چې حکومت پاکستان ته د ګاز د ناقانونه لېږد مخنيوى وکړي.

د کندهار ښار د هرات بازار د مايع ګاز د شرکت مسوول محمد رحيم وايي، يوه مياشت وړاندې په کندهار کې د يوه کيلوګرام ګاز بيه له ٤٥ تر ٥٠ افغانيو وه، خو اوس يو کيلوګرام ګاز له ٧٠ تر ٧٥ افغانيو پلورل کېږي.

ناامنيو د کندهار د کانونو د استخراج مخه نيولې

کندهار (پژواک ٣٠ مرغومى ٩١): د کندهار د کانونو رياست مسوولين وايي، چې په دغه ولايت کې د پر له پسې ناامنيو له امله د کانونو د تثبيت په موخه سروې ګانې او څېړنې نه دي شوې او نه يې هم په مسلکي توګه د را ايستو هڅې پيل شوې دي.

کندهار د هېواد په سوېل کې له هغو ولايتونو څخه دى، چې په خپله غېږه کې د قيمتي توکو پراخ کانونه لري.

د کندهار د کانونو رياست چارواکي وايي، ناامني او خپلسري د دې لامل شوې، چې په دغه ولايت کې تر يو شمېر کانونو پورې د زور واکو لاسونه ورسېږي او په ناقانونه توګه کيندنې وکړي.

د دامان ولسوالۍ د ګچو په کان کې غير قانوني کيندنې کېږي

کندهار (پژواک ٢ ليندۍ ٩٢): د کندهار د دامان ولسوالۍ د ګچو په کان کې غير فني او ناقانونه ډول کيندنې کېږي ، خو  حکومت يې په قانوني ډول د را ايستنې په اړه هېڅ اقدام نه دى کړى.

د دغه ولايت د کانونو د کنټرول او څار مدير انجنير محمدصديق پژواک خبري اژانس ته وويل، د ګچو له دغه ستر کان څخه، چې د دامان ولسوالۍ شمال لور ته په يوه لويه دښته کې پروت دى، په يوه کال کې ٢٢٢٤٢ متره مکعبه ګچ استخراجېږي.

"کندهار ته له قاچاقي لارو بې کيفيته تېل او ګاز وارديږي"

کندهار (پژواک ١١ غويى ٩٢): د کندهار ولايت د انحصاراتو رياست مسوولين وايي، چې دغه ولايت ته له قاچاقي لارو بې کيفيته تېل او ګاز راوړل کېږي، چې د مخنيوي لپاره يې د نورم او سټنډرډ په نوم ادارې ته اړتيا ده.

د کندهار د انحصاراتو رياست مرستيال خواجه سيف الله صديقي دغه څرګندونې د غويي په ١١مه د ولايت مقام له رسنيو سره د اړيکو او معلوماتو په مرکز کې خبري غونډې ته وکړې.

هغه وويل، دا مهال کندهار ولايت ته د هرات او نيمروز ولايتونو له لارې تېل راځي، خو له يو شمېر قاچاقي لارو هم دغه ولايت ته نفتي مواد راوړل کېږي، چې ډېرى مهال يې کيفيت خراب وي.

Give us a call on +93 20 220 1814