Journalist

چينايي کمپنۍ: هېڅکله به د مس عينک کان له پروژې لاس په سرنه شو

پل علم (پژواک ٣٠ ليندۍ ٩٢): د مس عينک کان د استخراج د چينايۍ کمپنۍ مشر وايي، چې تراوسه پورې يې پردې پروژې ٣٦٠ ميليونه امريکايي ډالره لګولي او هېڅکله به له دې پروژې لاس په سر نه شي.

د افغانستان د کانونو په اړه لومړنى لوی قرارداد د لوګر ولايت د عينک په سيمه کې د مسو د کان د را ايستلو په اړه د چين د متالوجۍ او جيانګزي د مسو شرکت په نوم له يوه چينايي شرکت سره د ۲۰۰۸ کال د مې مياشتې په ٢٥ مه لاسليک شو.

دغه شرکت ژمنه کړې وه، چې په راتلونکو پنځو کلونو کې به په دې برخه کې ٢،٩  ميليارده امريکايي ډالره پانګونه وکړي.

ملي جبهه: دولتي لوى قراردادونه ولسمشر او مرستيالانو يې ځانته منحصر کړي

کابل (پژواک ١٤ چنګاښ ٩١): د دولتي تړونونو په داوطلبۍ کې د حکوتي لوړپوړو چارواکو د کورنيو غړو ونډه اخيستل د قانون خلاف ده، خو بيا هم د کانونو او ځيني نور تړونونه د ولسمشر او د هغه د مرستيالانو په کورنيو پورې محدود وو.

دغه څرګندونې د افغانستان د ملي جبهې وياند فيض الله ذکي د چنګاښ په ١٤مه کابل کې د يوې خبري ناستې پر مهال وکړې.

هغه وويل، چې د افغانستان د کانونو او هايدروکاربن قوانينو په دې برخه کې د تړون په اړه د داوطلبۍ په بهير کې د حکومتي لوړ پوړو چارواکو د کورنيو د غړو ګډون منع کړى دى.

د نفتي توکو د کيفيت د کنټرول په برخه کې ١٠ ميليونه ډالره پانګونه کېږي

کابل (پژواک ١١ چنګاښ ٩١): د متحده عرب اماراتو يو شرکت په افغانستان کې د نفتي توکو د کيفيت د کنټرول په برخه کې ١٠ ميليونه امريکايي ډالره پانګونه کوي.

دغه څرګندونې د افغانستان د ستندرد د ملي ادارې (انسا) مرستيال مجيب الرحمن خطير د چنګاښ په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وکړې.

هغه وويل، چې څه موده مخکې د جيوکيم ميډل اېست په نوم د متحده عرب اماراتو د يوه شرکت له چارواکو سره يې په دې اړه هوکړه کړې ده.

امريکا د ګاز او برېښنا په برخو کې ٢٩٧ ميليونه ډالره پانګونه کوي

کابل (پژواک٥ چنګاښ٩١): امريکا په افغانستان کې د ٢٠٠ مېګاواټه برېښنا د توليد وړتيا لرونکو او سلفرو د تجريد دستګاوو په جوړولو او د ګاز لرونکې ساحې پر پراختيا ٢٩٧ ميليونه امريکايي ډالره پانګونه کوي.

په همدې موخه د سلواغې په ٥مه، د افغانستان د کانونو او ماليې وزيرانو او د امريکا متحده ايالتونو د بهرنيو چارو وزارت مرستيال ترمنځ هوکړه لاسليک شو.

د امو حوزې د نفتو استخراج پيل شو

سرپل (پژواک ٤ چنګاښ ٩١): په لومړي ځل د امو نفتي حوزې د نفتواستخراج نن د دولتي جګپوړو چارواکو له خوا په سرپل ولايت کې پيل شو.

د امو نفتي حوزې د تېلو د اکتشاف او استخراج تړون د ١٣٩٠ کال د مرغومي په مياشت کې د افغانستان د کانونو وزارت او د (CNPCI) په نوم د چين د نفتو ملي شرکت ترمنځ لاسليک شو.

د نفتي توکو د استخراج د پيل په مراسمو کې د ولسمشر لومړي مرستيال مارشال محمد قسيم فهيم، د کانونو، عدليې، کورنيو چارو وزيرانو، د سرپل، بلخ، جوزجان او فارياب واليانو او د چين سفير ګډون درلود.

د افغانستان او چين ګډه کاري ډله جوړېږي

کابل (پژواک ٢٣غبرګولى ٩١): د امو سيند حوزې د ګاز لرونکو سيمو د څېړنې او اکتشاف لپاره د افغانستان او چين ګډه کاري ډله جوړېږي.

په هغې خبرپاڼه کې، چې د جمهوري رياست د وياند د دفتر له خوا پژواک خبري اژانس ته را رسېدلې راغلي، چې د وزيرانو شورا د تېرې ورځې په غونډه کې د دې ډلې د جوړېدو پخلى وکړ.

په خبرپاڼه کې زياته شوې، چې د وزيرانو شورا د ګډې کاري ډلې د جوړېدو د تاييد ترڅنګ د کانونو وزير وحيدالله شهراني ته په ياده برخه کې له چين سره د هوکړه ليک د لاسليکولو صلاحيت هم ورکړى دى.

سيمه ييز هېوادونه د کانونو پروژې ګواښي

کابل (پژواک ٢٦ غويى ٩١): د افغانستان د کانونو وزارت وايي، د سيمې يو شمېر هېوادونه په افغانستان کې د کانونو اړوند پروژې ګواښي، ترڅو د افغانستان د اقتصادي پرمختګ مخه ونيسي.

د کانونو وزير وحيدالله شهراني نن په کابل کې خبريالانو ته وويل، د افغانستان دښمنانو د تاريخ په اوږدو کې هڅه کړې چې افغانستان ښو، ګټورو او هغو کارونو ته پرې نه ږدي چې له  لارې يې اقتصاد پياوړى کېږي.  

په ٣ مياشتو کې به د اقينې بندر او اندخوى ترمنځ د نفتي سيمې د نفتو کچه معلومه شي

کابل (پژواک ٢٦ غويى ٩١): د ٦،٥ ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت به په درېيو مياشتو کې د فارياب د اقينې بندر او اندخوى ولسوالۍ ترمنځ د نفت لرونکې سيمې د نفتو کچه معلومه شي.

په همدې موخه نن د افغانستان د کانونو وزير وحيدالله شهراني او د تېراسايز لمټډ (Terasize limited) په نوم د کاناډايي کمپنۍ د مشر جان (John) ترمنځ په کابل ک تړون لاسليک شو.

شهراني د ياد تړون تر لاسليک وروسته خبريالانو ته وويل، چې د دغه تړون له مخې به ياده کمپنۍ د اقينې بندر او اندخوى ولسوالۍ ترمنځ په ٢٣٦کيلومتره مربع ساحه کې د نفتو د کچې معلومولو په موخه څېړنې وکړي.

د امو سيند له نفتي حوزې د تېلو استخراج پيلېږي

کابل (پژواک ٢٦ غويى ٩١): په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د روان کال په تلې مياشت  کې د امو سيند له نفتي حوزې څخه د تېلو استخراج پيلېږي.

دغه څرګندونې د افغانستان د کانونو وزير وحيدالله شهراني د غويي په٢٦مه،په کابل کې خبريالانو ته وکړې.

د امو سيند د نفتي حوزې د تېلو استخراج او اکتشاف تړون تېر کال د مرغومي په ٧مه، د افغانستان د کانونو وزارت او د چين د نفتو ملي شرکت (CNPCI) ترمنځ  لاسليک شوى دى.

د عينک د مسو کان د لرغونو اثارو د اتو سيمو د کېندنو کار سږکال بشپړېږي

کابل (پژواک ١١ غويى ٩١): د روان زېږديز کال تر پايه د عينک د مسو کان د لرغونو اثارو د اتو سيمو د کېندنو کار بشپړېږي او په ٢٠١٣ کال کې به د مسو د استخراج په موخه کېندنې پيل شي.

 دغه څرګندونې د کانونو وزير وحيدالله شهراني د غويي په ١١مه، کابل کې خبريالانو ته وکړې.

 د عينک د مسو کان د استخراج او اکتشاف پروژه په ١٣٨٧ کال کې د ازاد رقابت له لارې د (ام سي سي) په نوم يوې چينايي کمپنۍ ته ورکړل شوې ده.

Pages

Give us a call on +93 20 220 1814