Journalist

ولسمشر د لوګر د کرومايټو د استخراج قراردادونه فسخ کړي

پل عالم (پژواک، ٢٣ دلو ٩٣): ولسمشر اشرف غني لوګر ته په ناڅاپي سفر کې له دوو کمپنيو سره د کرومايټ ډبرو د استخراج قراردادونه فسخ کړي دي.

د لوګر سرپرست والي نيازمحمد اميري وايي چې نن ولسمشر اشرف غني يوه نا اعلان شوي سفر لوګر ته راغلى وو او د عينکو د مسو له کان څخه يې ليدنه وکړه.

اميري وايي چې ولسمشر له دوو بهرنيو کمپنيو سره د کرومايټ ډبرو د استخراج قرارداد فسخ کړى دى. دى وايي نه پوهېږي چې ددې کار عامل څه دى او د کمپنيو د هويت په اړه يې هم معلومات نه لرل.

''د مسک عينک کان د استخراج چارې دې پيل شي''

پل علم (پژواک ١٧ ليندۍ ٩٣): چارواکي وايي چې د لوګر د مس عينک کان د امنيت لپاره يې د پوليسو٨٦ پوستې ځاى پر ځاى کړي او قراردادي کمپنۍ بايد په کې خپلې چارې پيل کړي.

د مس عينک کان قرارداد له ''ام سي سي'' چينايي کمپنۍ سره شوى، چې د چارواکو په وينا، له څه مودې راهيسې يې کارونه درولي دي.

دا څرګندونې د لوګر سرپرست والي نياز محمد اميري او د ياد کان د امنيت ساتنې د ځانګړو ځواکونو قوماندان تېره ورځ ناوخته  له دغه کان څخه د لېدنې پر مهال وکړې.

په دې لېدنه کې پر حکومتي  چارواکو سربېره يو شمېر وکيلانو هم برخه لرله.

لوګر کې شپږ موټره کرومايټ ډبرې ونيول شوې

پل علم (پژواک ٨ لېندۍ ٩٣): د لوګر ولايت چارواکي وايي، چې شپږ موټره قاچاق کېدونکي کرومايټ ډبرې يې له څلورو لېږدونکو سره نيولې دي.

د دې ولايت امنيه قوماندان عبدالحکيم اسحاقزي د لېندۍ په ٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا ډبرې يې تېره شپه د محمداغې ولسوالۍ د ابازک په سيمه کې نيولې دي.

ده وويل ، د عملياتو په ترڅ کې يې لومړى يوه لارۍ موټر کرومايټ ډبرې له څلور تنو سره ونيولې او د څېړنو په پايله کې يې له بلې سيمې پنځه موټره کرومايټ ونيول.

هغه وويل چې دا پر کرومايټ ډبرو بار موټر  پخوا غلا شوي و او کرومايټ په کې قاچاق کېدل .

"د کانونو او پېټروليم وزارت له لوګره د کرومېټ ډبرو قاچاق ته زمينه برابره کړې"

پل علم (پژواک ٦ ليندۍ ٩٢): چارواکي وايي، چې په لوګر ولايت کې د کروميټ ډبرو قاچاق ته په لوى لاس د کانونو او پېټروليم وزارت لاره هواره کړې ده.

کرومېټ ګران بيه دروند فلز دى، چې د حرارت په مقابل کې يې مقاومت ډېر دى او د وسپني د ويلې کولو په ديګونو او وسلو جوړولو کې ترې ګټه اخيستل کېږي.

د لوګر مرستيال والي محمدهاشم فيضي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دغه ولايت کې ځيني قاچاق وړونکي په زياته اندازه کرومېټ ډبرې د پکتيا له لارې پاکستان ته لېږدوي.

Give us a call on +93 20 220 1814