Journalist

د افغان-روسيې اقتصادي او سوداګريز ګډ کمېسيون د همکارۍ هوکړه وکړه

کابل (پژواک،١٢وږى٩٢): د افغانستان او روسيې اقتصادي او سوداګريز ګډ کمېسيون، تر دويمې ناستې وروسته په بېلابېلو برخو کې د همکاريو هوکړه وکړه.

دغه راز دواړو هېوادونو په هوايي برخه کې هم يو هوکړه ليک لاسليک کړ ، چې له مخې به يې د افغانستان د هوايي شرکتونو تر څنګ هغو نړيوالو هوايي شرکتونو ته چې کابل ته پروازونه کوي، کابل - مسکو ته په تګ راتګ کې اسانتيا رامنځته شي.

روسي پلاوى چې د هغه هېواد يو شمېر سوداګر او پانګوال هم پکې شامل دي، وړمه ورځ کابل ته راغلى دى.

شهراني: د کانونو ډېر تړونونه په لويه کچه نيمګړتياوې لري

کابل(پژواک٢٣تله٩١): د کانونو وزارت، د ولسمشر حامدکرزي د وروستي فرمان له مخې، د کانونو د ټولو ٢١١ تړونونو سندونه خپاره کړي او وايي ، چې ډير  يې په لويه کچه تخنيکي، حقوقي او مالي نيمګړتياوې لري.

د کانونو وزير وحيدالله شهراني نن د( تلې په ٢٣مه ) په کابل کې يوې خبري ناستې ته وويل ، چې تر دې وروسته د کانونو په برخه کې هېڅ تړون محرم نه ګڼل کېږي او د ټولو سندونه به د وزارت د ويبپاڼې او رسنيو له لارې خپاره شي.

افغانستان او قزاقستان د دوه اړخيزه سياسي مشوره هوکړه ليک لاسليک کړ

کابل (پژواک ٢٤ غبرګولى ٩١): د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د دوه اړخيزه سياسي مشورو هوکړه ليک لاسليک شو او قزاقستان په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره د مرستو ژمنه وکړه.

دغه هوکړه ليک نن په کابل کې د افغانستان د بهرنيو چارو وزير زلمي رسول او د قزاقستان د بهرنيو چارو وزير يرژان کزاخانوف (Yerzhan kazaykhanov) لاسليک کړ.

زلمي رسول وويل، چې له کزاخانوف سره يې پر سياسي، اقتصادي او امنيتي همکاريو او همداراز سيمه ييزو مسايلو مثبتې خبرې کړې دي.

چين له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې د ګاز نل ليکه غځوي

کابل (پژواک ١٧ غبرګولى ٩١): چين غواړي د افغانستان له لارې له ترکمنستان څخه تاجکستان او بيا چين ته د ګاز نل ليکه وغځوي.

دا څرګندونې په هغې خبرپاڼه کې شوې، چې د ولسمشر د ويندوى دفتر نن پژواک خبري اژانس ته رالېږلې ده.

دا په داسې حال کې ده چې له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ګاز د نل ليکې د غځولو تړون هم لاسليک شوى دى.

افغان ولسمشر حامد کرزى تېره ورځ د شانګهاى سازمان په ناسته کې دګډون په موخه چين ته تللى او په پام کې ده ، له چين سره، چې د نړۍ ستر اقتصادي ځواک دى، هم تر ستراتيژيکې کچې اړيکې اعلام کړي.

د اقتصاد او ماليې وزيران: د بيو پر کنټرول واک نه لرو

Category: 

کابل (پژواک د ليندۍ لومړۍ نېټه ٩٠): د اقتصاد او ماليې وزيران وايي چې دغه وزارتونه د بيو د کنټرول واک نه لري؛ خو د سوداګرۍ وزير وويل، چې د ګاز د بيې د ټيټوالي هڅې به يې مثبت پايلې ولري.  

 له تېر کوچني اختر څخه مخکې په کابل کې يو کيلو ګاز په ٥٥ افغانۍ پلورل کېده؛ خو په اختر کې او له هغې وروسته د يو کيلو ګاز بيه تر سلو افغانيو ورسېده.

Give us a call on +93 20 220 1814