Article

بارکزى : نا امنيو د کانونو برخه کې د پانګونې مخه ډب کړې

کابل(پژواک ١٨لړم٩٣): د کانونو وزير،د کانونو په تړونونو کې د فساد شتون په کلکه ردوي،خو وايي چې نا امنيو په هېواد کې پر کانونو د پانګونې مخه ډب کړې ده.

د کانونو وزير محمد اکبر بارکزى نن د مشرانو جرګې عمومي غونډې ته غوښتل شوى و، ترڅو په هېواد کې د کانونو د وضعيت په برخه کې د جرګې د غړو پوښتنې ځواب کړي .

د جرګې غړو ويل،چې په هېواد کې  پر کانونو لازمه پانګونه نه کيږي، کانونه د زورواکو او  غير مسلکي کسانو له خوا په خپل سر کيندل کيږي،د کانونو په تړونونو کې درغلۍ کيږي او د لوګر د مس عينک کان کار په ټپه درېدلى دى.

بارکزي د جرګې د غړو د پوښتنو په ځوابونو کې وويل،چې يو شمېر بهرنۍ کمپنۍ د هېواد پر کانونو د پانګونې ليوالتيا لري، خو امنيتي ستونزو يې مخه ډب کړې ده.

هغه له ملي شورا نه غوښتنه وکړه،چې د امنيت د ټينګښت په برخه کې له امنيتي ارګانونو سره مرسته وکړي،  ترڅو د هېواد پر کانونو پانګونې ته زمينه برابره شي.

ده د کانونو د ناقانونه سپړنو په اړه  وويل،چې د ټولو ولايتونو له امنيه قوماندانانو او واليانو سره يې اړيکې نيولي، ترڅو څوک ونه شي کولى په غير قانوني ډول کانونه استخراج کړي .

هغه زياته کړه :"که څوک په غلا کوم کان استخراج کړي نو بازار ته يې نه شي وړلى، ځکه ټولې لارې مو پرى بندې کړې دي."

د بارکزي په وينا، په سمنګانو ولايت کې يو شمېر زورواکي  د ډبرو سکرو کانونه په خپل سر استخراجوي ،چې نومونه يې څارنوالۍ او پوليسو ته ورکړل شوي دي .

هغه زياته کړه: "کسان مو ټول عدلي ارګانونو ته په نښه کړي، نور کار د هغوى دى، موږ خو پرته له دې  بل کار نه شو کولى ."

بارکزي د مشرانو جرګې د غړيو هغه څرګندونې  په کلکله رد کړې،چې د کانونو په تړونونو کې درغلۍ کيږي.

دى وايي چې د کانونو تړونونه  د يوه ځانګړي کمېسيون له لوري لاسليک کيږي .

د هغه د معلوماتو له مخې، په دې کمېسيون کې د کانونو، کليو او پراختيا، ماليې، بهرنيو چارو، اقتصاد، سوداګرۍ، اطلاعاتو او فرهنګ، کرنې، کورنيو چارو او اوبو او برېښنا وزيران، د ملي امنيت مشاور، د نورم او سټنډرډ ادارې او  چاپېريال ساتنې ادارې مشران شامل دي.

بارکزي دا ومنله چې له يوې مودې راهيسې د لوګر د مس عينک کان چارې درېدلې دي، خو وايي چې اصلي لامل يې په دې کان کې د تاريخي اثارو شتون دى .

بارکزى وايي،چې د مس عينک کان د لرغونو اثارو د ايستلو لپاره د بهرنيو متخصصينو په ګډون هر ورځ  ٢٠٠ تنه کار کوي .

خو د ده په وينا، په دې کان کې داسې لويې مجسمې شتون لري چې په ټنونو وزن لري او رايستل يې وخت او پرمخ تللو ماشينونو ته اړتيا لري،چې په اړه يې له نړيوال بانک سره خبرې شوې دي.

هغه وويل،چې ډېر اثار راايستل شوي هم دي او د ساتلو لپاره يې د  مس عينک په سيمه کې يو موقتى موزيم هم جوړ شوى دى .

د کانونو وزارت د معلوماتو له مخې، مس عينک په نړۍ کې د مسو تر ټولو ستر کان دى، چې تراوسه ترې هېڅ مس نه دي وېستل شوي او د ٤٣ ميليارده امريکايي ډالرو په ارزښت په کې ٢٥٠ ميليونه ټُنه مس تخمين شوي دي.

  د عينکو مسو د وېستو تړون دوه کاله مخکې له چينايي اېم سي سي کمپنۍ سره لاسليک شو، چې د دې تړون له مخې به ياده شوې کمپنۍ په دې پروژه او د اړوندو زېربناوو په پراختيا کې پنځه ميليارده ډالر پانګونه کوي او له دې پروژې څخه به افغان دولت په کال کې ٣٠٠ ميليونه امريکايي ډالر عوايد ولري.

بارکزي دا هم وويل چې د هېواد په ٢٨ ولايتونو کې د هغو  ډبرو، شګو او خاورو د ټکس له مدرکه٣٥٠ ميليونه افغانۍ ترلاسه شوي ، چې خلک يې په ودانيزو چارو کې کاروي.   

د مشرانو جرګې مشر فضل هادى مسلميار وويل،چې د کانونو په برخه کې د اکبر بارکزى څرګندونې د قناعت وړ دي.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.

Give us a call on +93 20 220 1814