Article

تر دوو راتلونکو ورځو به د ګاز بيه ٥٥ افغانۍ شي

Category: 

کابل (پژواک ٢٨ لړم ٩٠): له دې سره چې د سوداګرۍ او صنايعو وزارت ژمنه کړې وه، چې په کابل ښار کې به د ګازو بيې کنټرول کړي، خو نن هم يو کيلو ګاز له ٧٥ تر ٩٠ افغانيو پورې پلورل کېده، ياد وزارت يو ځل بيا ټينګار وکړ، چې تر دوو راتلونکو ورځو پورې به د ګاز بيه ٥٥ افغانيو ته راټيټه شي.

پژواک نن (د لړم ٢٨مه) د کابل ښار په ډېرو برخو کې د ګاز بيه له خلکو پوښتلې، چې وايي، لا تر اوسه هم د ګازو بيې نه دې ټيټي شوې.

په کابل ښار کې تر اختر مخکې يوکيلو ګاز په ٥٥ افغانۍ پلورل کېده، چې د اختر په ورځو کې دا بيه ١٠٠ افغانيو ته لوړه شوه او تر اوسه يې بيه نه ده راټيټه شوي.

د کابل ښار د دهمزنګ د سيمې اوسېدونکى عبدالتواب صمدزى له دې سره، چې په ياده سيمه کې د ګاز کموالى په ګوته کړ وايي، يو کيلو اوبلن ګاز ٧٥ افغانۍ، د قلعه واحد د وردګو د جومات اړوند اوسېدونکى فيصل ستانکزى هم د ګازو د کموالي ترڅنګ وايي، چې د دوى په سيمه کې يو کيلو اوبلن ګاز په ٨٠ افغانۍ پلورل کېږي.

 همدارنګه د کابل ښار د کمپنۍ د باغ داوود د کوڅې او د ده افغانانو اوسېدونکي وايي، چى د دوى په سيمو کې يو کيلو ګاز په ٨٠ افغانۍپلورل کېږي، خو دا بيې د ارزان قيمت او پلچرخي په سيمو کې لوړې دي.

د ارزان قيمت د سيمې اوسېدونکى حکمت الله وايي، چې يادو سيمو کې يو کيلو ګاز په ٨٠ ، ٨٥ او ٩٠ افغانيو پلورل کېږي.

هغه زياتوي، د دې ترڅنګ، چې د ګاز بيه لوړه ده، د ګاز کيفيت هم خراب شوى، چې دولت ورته هېڅ پاملرنه نه ده کړې.

د دشت برچي، باغ بالا، چهارقلعه وزيراباد او چهلستون د سيمو اوسېدونکو پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې سيمو کې يو کيلو ګاز په ٩٠ افغانۍ پلورل کېږي.

د باغ بالا د ګردنې د سيمې اوسېدونکى مطيع الله ستانکزى وايي، چې د دوى په سيمه کې تر دې وړاندې يو کيلو ګاز په ١٠٠ افغانۍ پلورل کېده.

بيا د چهارقلعۀ وزيراباد يو اوسېدونکى احمدمنصور دا هم وايي، چې د ګاز بيې لوړې، کيفيت يې خراب او ډېر دود کوي.

خو د سوداګرۍ او صنايعو وزارت وياند وحيدالله غازي خېل د لړم په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د اوبلن ګاز ډېرى ټانکر ټېلر موټر د کابل ښار دروازو ته رارسېدلي، خو شمېره يې په ډاګه نه کړه.

هغه زياتوي، دا چې په کابل کې د دوديزه لويه جرګه روانه ده، نو د يو شمېر امنيتي ستونزو له امله يادو موټرو ته د ښار منځ ته د تګ اجازه نه ده ورکړل شوې.

د ده په وينا، چې ښار د يادو موټرو له دننه کېدو سره به د سبا ورځې تر وروستيو يا د بلې ورځې تر سهاره به د ګازو بيې ٥٥ افغانيو ته راټيټې شي.

سرچينه د ګازو د بيو د لوړوالي بل لامل په نړيوال بازار کې د ګاز د بيو لوړوالى وښود، خو ده د حيرتان په بندر کې د ګازو د بيې د ټيټوالي خبر ورکړ.

د سوداګرۍ او صنايعو وزارت وياند وايي، چې د حيرتان په بندر کې يو ټن ګاز، چې مخکې په ١٠٢٠ ډالرو وو، اوس ٨٦٠ ډالرو ته ټيټ شوى دى.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.

Give us a call on +93 20 220 1814