Article

خلک د بې کيفيته تېلو له شتون څخه سرټکوي

کابل (پژواک د لړم ١٥مه ٨٩): د افغانستان د سټنډرډ ملي ادارې شاوخوا دوه کاله مخکې د تېلو لپاره سټنډرډونه جوړ کړي، خو پلي شوي نه دي او خلک اوس هم د تېلو له کيفيت څخه سرټکوي.

 د افغانستان د سټنډرډ ملي اداره شاوخوا دوه کاله مخکې جوړه شوې او په دې وخت کې يې د پټرولو، ډيزلو او خاورو د تېلو لپاره سټنډرډونه جوړ کړي دي.

خو د کابل ښار اوسېدونکي او ټکسي چلوونکي نبي الله د لړم په ١٥مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په بازار کې د ټيټ کيفيت لرونکيو پټرولو شتون، له ستونزو سره مخ کړى دى.

هغه زياته کړه: ((سره له دې چې په مياشت کې يو ځل د موټر فلتر بدلوم، خو بيا هم د موټر ماشين کمزورى وي او لوګى کوي.))

دغه راز د کابل ښار بل اوسېدونکى محمد اسماعيل، چې ټکسي سراچه موټر چلوي، وايي چې په ښار کې د خرابو تېلو شتون د دې لامل شوى، چې ډېر ژر يې د موټر ماشين کمزورى شي.

دى زياتوي: ((يو کال نه کېږي چې موټر ته مې ماشين پورته کړى، خو اوس په بخار راغلى، داسې دود کوي، ته به وايې چې تراکتور دى.))

د لويو لارو موټرچلوونکي هم له ورته ستونزې سرټکوي.

  د کابل - تورخم د لين موټر چلوونکى محمد اسلم وايي، چې پر لويو لارو د تېلو په ټانکونو کې هم بې کيفيته تېل پلورل کېږي.

ده زياته کړه: ((موټر ته چې بې کيفيته تېل واچوم، کمزورى کوي او ماشين يو ډول غږ پيدا کوي.))

د کابل ښار د پل محمود خان د سيمې يو مستري زريالى هم، په بازار کې د بې کيفيته تېلو شتون تاييدوي او وايي، خلک ده ته ډېر داسې موټر د جوړولو لپاره ورولي، چې د ناسمو تېلو له امله يې تخنيکي ستونزې پيدا کړې وي. 

د افغانستان د سټنډرډ ملي خپلواکې ادارې تخنيکي مرستيال انجنير مجيب الرحمن خطير، هم په هېواد کې د بې کيفيته تېلو شتون تاييدوي.

هغه وويل چې دا مهال د هېواد د اړتيا ٣٠ سلنه تېل له قاچاقي لارو څخه راوړل کېږي، چې د ټيټ کيفيت درلودونکي دي.

نوموړي وويل چې دې ادارې د پټرولو، ډيزلو او خاورو د تېلو لپاره سټنډرډونه جوړ کړي، خو تر اوسه ‌ځکه نه دي عملي شوي چې د سټنډرډ قانون نه و جوړ شوى.

  خو ده زياته  کړه، چې ياد شوى قانون څو ورځې مخکې د ولسمشر له خوا توشيح شوى او  په راتلونکيو نږدې ورځو کې به د عدليې وزارت په رسمي جريده کې خپور شي.

هغه وايي، چې د ياد شوي قانون له مخې به ځانګړې مقررې جوړې او له مخې به يې د تېلو د کيفيت د کنټرول لپاره اقدام وکړي.

دغه راز هغه په هېواد کې د تېلو د کيفيت د ټيټوالي بل لامل، په بندرونو کې د تېلو د سټنډرډونو د چک تجهيزاتو نه شتون په ګوته کړ.

هغه زياته کړه، چې د تېلو د کيفيت لپاره د ځانګړې مقررې تر جوړېدو وروسته به په ټولو بندرونو او بازارونو کې د تېلو د کيفيت د کنټرول د چارو مسووليت يادې ادارې ته وسپارل شي.

 دى وايي، چې  دا مهال د تېلو د کيفيت مسووليت د سوداګرۍ له وزارت سره دى.

د خطير په وينا، د سټنډرډ ملي خپلواکه اداره يواځې د حيرتان په بندر کې د تېلو د کنټرول مسووليت پر غاړه لري، چې د ١٣٨٨ کال د چنګاښ له مياشتې تراوسه يې شاوخوا ٧ ميليونه لېټره بې کيفيته تېل رد کړي دي.

دغه راز نوموړي وويل، چې ياده اداره د وزيرانو شورا د پرېکړې له مخې، په دې هڅه کې ده چې  د  حيرتانو، اقينې، هرات، شېرخان بندر او نيمروز په بندرونو کې د تېلو د کيفيت د کنټرول تجهيزات ولګوي.

د هغه په وينا، د دې کار لپاره يې يو پروپوزل چمتو کړى او د داوطلبۍ لپاره يې په نړيواله کچه وړاندې کړى دى.

د سرچينې د څرګندونو له مخې، په دې اړه تر اوسه دوو نړيوالو شرکتونو علاقمندي ښودلې ده.

همدارنګه نوموړي وويل، وروسته له هغه چې دې ادارې ته د تېلو د کيفيت مسووليت وسپارل شي، د تېلو د کيفيت د کنټرول لپاره به ګرځنده ډله هم په کار وګوماري.

خطير، د سټنډرډونو جوړول او پلي کول ستونزمن کار بولي او زياتوي، چې په ياده اداره کې د کافي مسلکي کسانو نه شتون، د دې لامل شوى چې کارونه ورو پر مخ ځي.

د هغه په وينا، يادې ادارې د دې ترڅنګ چې د کارکوونکيو د کاري وړتياوو د لوړولو په برخه کې يو لړ کارونه کړي، تراوسه يې ٧ تخنيکي کمېټې هم جوړې کړې دي، چې د سټنډرډونو په برخه کې  فعاليت کوي.

خو د سوداګرۍ او صنايعو وزارت وياند احمد فرهاد افغانزوى، هم په داسې حال کې چې وايي کارکوونکي يې په بندرونو کې د  تېلو د کيفيت کنټرول کوي، په هېواد کې د تېلو د کيفيت د خربوالي ستونزه تاييدوي.

خو هغه وايي، چې د هېواد اويا سلنه تېل د حيرتان د بندر له لارې راځي او که د سټنډرډ اداره سم فعاليت ولري، نو په هېواد کې به د تېلو د کيفيت ستونزه دومره ډېره نه وي.

خو د ده په وينا، ياده شوې اداره تشکيلاتي ستونزې لري او اوس هم واک لري، چې د تېلو کيفيت په هېواد کې کنټرول کړي.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.

Give us a call on +93 20 220 1814