Article

د افغانستان په ګډون شپږ هېوادونه د رېل پټلۍ پر جوړولو هوکړې ته ورسېدل

کابل(پژواک، ٢٥ ليندۍ ٩٣): چين، قرغيزستان، تاجکستان، افغانستان او ايران هوکړه وکړه چې د اورګاډي د سيمه يېزې کرښې جوړولو لپاره خپل مطالعات تر راتلونکو ١٨ مياشتو پورې پاى ته ورسوي.

د فوايد عامې وزارت سرپرست نورګل منګل دغه موضوع نن په کابل کې په يوه خبري غونډه کې څرګنده کړه.

دده په خبره، اونۍ وړاندې چين، قرغيزستان، تاجکستان، افغانستان او ايران د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې په دې برخه کې يو پروتوکول لاسليک کړ.

ددغه پروتوکول پر بنسټ، يادو شوو پنځو هېوادونو هوکړه وکړه چې په خپل قلمرو کې به د رېل پټلۍ د جوړولو لپاره تخنيکي اقتصادي مطالعات د ١٣٩٥ لمريز کال تر پايه سرته ورسوي.

د فوايد عامې وزارت سرپرست وزير زياته کړه چې ددې پروژې لګښت د اسيا پراختيايي بانک، نړيوال بانک او چين له خوا ورکول کېږي، خو تر اوسه يې جزييات نه دي څرګند شوي.

منګل وويل چې دغه پروژه د ورېښم تاريخي لارې يوه برخه جوړوي او شاوخوا ٢٢٠٠ کيلومتره اوږدوالى لري چې ١١٤٨ کيلومتره يې د افغانستان په خاوره کې راځي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه رېل پټلۍ د چين له کاشغر ښار څخه پيل او د قرغيزستان او تاجکستان له هېوادونو څخه تر تېرېدو وروسته افغانستان ته رسېږي.

ټاکل شوې چې دغه رېل پټلۍ د شيرخان بندر له لارې دکندوز، بلخ، جوزجان، فارياب، بادغيس او هرات ولايتونو څخه تر تېرېدو وروسته له ايران سره ونښلول شي.

منګل په ډاګه کړه چې په ١٨ مياشتو کې به د مطالعاتو له بشپړېدو وروسته ددې پروژې هر ونډه وال هېواد دخپلو موندنو پايلې په قرغيزستان کې په دې اړه د يادو پنځو هېوادونو د وزيرانو دکچې جوړې شوې غوڼدې ته وړاندې کړي، څو لګښت او د ترسره کولو وخت يې څرګند شي.

 ده وويل چې افغانستان په وچه کې را ايسار هېواد دى، د دا ډول پټلۍ را منځته کېدل د توکو د لېږد او رالېږد او ترانزيټ په برخه کې د افغانستان لپاره زيات اهميت لري.

 نوموړي د امنيت نشتوالى په افغانستان کې د مهمې ستونزې په توګه ياد کړ او ټينګار وکړ چې که په دې برخه کې کلک امنيتي تدابير ونه نيول شي او خلک همکاري ونه کړي؛ نو ددې پروژې تر سره کول به له ګڼو ننګونوسره مخ شي.

افغانستان يو له هغو هېوادونو څخه دى چې د رېل پټلۍ شبکې په کې ډېره کمه پراختيا موندلې ده. اوسمهال يواځې ٧٥ کيلومتره رېل پټلۍ له حيرتانو څخه مزا شريف ښار ته غځېدلې او څو کاله کېږي چې ايران د خپلو پخوانيو ژمنو خلاف د ايران له پولې د هرات تر غوريان ولسوالۍ پورې د ٦٠ کيلومتره رېل پټلۍ د جوړولو ژمنه نه ده پوره کړې.

د فوايد عامې وزارت وايي چې د دوشنبې په وروستۍ غونډه کې ايراني پلاوي د خپل ګډون پر مهال ژمنه وکړه چې په هرات کې به ددغې پروژې چارې ډېر ژر  بشپړې کړي.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.

Give us a call on +93 20 220 1814