Article

د افغانستان کانونو په سکتور کې د ښځو د رول ډېرېدو هڅې روانې دي

Category: 

کابل (پژواک، ۱۳ چنګاښ ۹۸): د کانونو او پټرولیم وزارت د هېواد د کانونو د استخراج سکتور د پرمختګ په برخه کې د ښځو پر واقعي حضور د ټینګار تر څنګ وايي، په دغه سکتور کې د ښځو موجودیت روڼوالی او حساب ورکونه ډېروي.

د کانونو او پټروليم سرپرست وزيرې نرګس نهان پژواک خبري اژانس ته وويل:" په نږدې راتلونکې کې به د کانونو په برخه کې د ښځو ونډه له سمبوليک حالت نه ريښتيني، فعال از کيفي ګډون بدله شي."

هغه زياتوي:"موږ بايد د کانونو په وزارت او د دغه وزارت په ولايتي څانګو کې لږ تر لږه دېرش سلنه ښځينه کارکوونکې ولرو."

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه وزارت د افغانستان د کانونو د برخې د مسوولانه او متعادلې پراختیا لپاره یوه داسې سالم چاپېریال جوړولو ته ژمن دی چې د ښځو او نارینه وو په ګډون ترې ټول هېوادوال یو ډول ګټه پورته کړي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، همدا اوس د یاد وزارت له یوولس سلنه ډېر کارکوونکي ښځې دي خو د کانونو وزارت مشرتابه هڅه کوي چې د روان کال تر پایه یاده کچه ۱۸ سلنې او تر راتلونکو دوو ــ درېیو کلونو پورې څه کم ۳۰ سلنې ته لوړه شي.

هغه وویل، همدا اوس د دغه وزارت لسګونه پوسټونه اعلان شوي او ټاکل شوې پر ډېری پوسټونو ښځې وګومارل شي.

هغه زیاته کړه، په دغه سکتور کې د ښځو د ګډون ډېرېدل په افغانستان کې د ښځو لپاره د ملي عملیاتي پلانونو د تطبیق تر څنګ روڼوالی او حساب ورکونه هم ډېروي؛ ځکه تجربو ښودلې ده چې ډېری ښځې په فساد کې نه دي ښکېلې.

د افغان ښځو لپاره د کار ملي پلان (NAPWA) د ښځو د وضعیت د ښه کېدو او بدلون لپاره د افغان حکومت د ستراتيژيکو ژمنو ټولګه ده چې د ښځو امنیت، د ښځو د بشري حقونو ساتل، د ښځو سیاسي ګډون او رهبري، بېوزلي، د ښځو کار او اقتصاد، روغتیايي مسایل او ښوونه او روزنه په کې شامل دي.

مطفی وویل: ((د کانونو په برخه کې د ښځو د رول او ګډون د ډېرېدو تر څنګ مو هڅه کړې چې سوداګرې ښځې د کانونو د استخراج په برخه کې پانګونې ته وهڅوو.))

هغه زیاته کړه، همدا اوس د کانونو او پټرولیم وزارت د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې په همکارۍ هڅه کوي داسې اسانتیاوې رامنځته کړي چې ښځې وکولای شي د کانونو د استخراج په برخه کې تړونونه ترلاسه کړي.

مطفي وویل، د المان نړیوالو همکاریو موسسې (GIZ) په مرسته یې د کانونو وزارت د کارکوونکو په ځانګړې توګه ښځو د ظرفیت لوړونې لپاره پر روزنیزو پروګرامونو کار روان دی.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند له کره شمېر ورکولو پرته وویل، یادې موسسې تر اوسه د هېواد په مرکز او ولایتونو کې د کانونو وزارت د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په برخه کې لسګونه روزنیز پروګرامونه جوړ کړي دي.

هغه وویل، د دې ادارې له خوا لنډمهال روزنیز پروګرامونه د دې لامل شوي چې د یاد وزارت په بېلابېلو وزارتونو کې ښځو ظرفیت لوړ او په لوړو موقفونو کې مسوولیت منونکې شي.

په دې وروستیو کې د بدخشان د کانونو ریاست د څلورو نارینه او درېیو ښځینه کارکوونکو په ګډون ۱۷ کارکوونکي  «د کانونو د استخراج په سکتور کې د جندر رول» په نوم له یوه درې ورځني ورکشاف څخه فارغ شوي دي.

د المان نړیوالو همکاریو موسسې په خبرپاڼه کې راغلي، د دغه ډول ورکشافونو موخه په یاد سکتور کې د ښځو د رول ډېرېدل دي؛ ځکه په هغه کې د کانونو د استخراج په برخه کې د ښځو اوسنی وضعیت ارزول کېږي.

سرچینې لیکلي، د یاد ورکشاف ګډونوالو په بدخشان کې هم د جندر او په هغه پورې د اړوند مفاهمو لکه د سازماني تبعیض سرچینه، په کار کې جنسیتي برابري، د اړیکو مناسبې مېتود، د متقابل احترام مفهوم او د وزارت په پالیسیو کې د جندر مدغمولو په تړاو خبرې شوې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، نوې زده کړې باید له ګډونوالو سره په کانونو او پټرولیم وزارت او ریاستونو کې د جنسیتي تبعیض او نابرابریو د مخنیوي په برخه کې مرسته وکړي او دغه وزارت په خپل جوړښت کې د بدلونونو په پیلېدو د ښځو د جذب د ډېرو لپاره د خصوصي سکټورونه وهڅوي او دغه راز د کانونو د استخراج په برخه کې د ښځو د جذب لپاره اسانتیاوې رامنځته کړي.

یوې کارکوونکې چې په یاد ورکشاف کې یې ګډون کړی وویل: ((د کانونو د استخراج په سکتور کې ټولیز لیدلوری دا دی چې دغه سکتور د نارینه وو قلمرو دی او ښځې باید ورته دننه نه شي، خو له نېکه مرغه یاد ورکشاپونو به دغه فکرونه بدل کړي او د کانونو د استخراج په سکتور کې به د ښځو له جذب سره مرسته وکړي.))

د المان د نړیوالو همکاریو موسسې د معلوماتو له مخې، له ۲۰۱۳ کال راهیسې د کانونو د استخراج پلان جوړونه، د کانونو د استخراج اقتصاد او د کانونو پر استخراج د څار په اړه د کانونو له ۳۱۰ ډېرو څارونکو او د دغه وزارت او ولایتي ادارو د نورو کارکوونکو لپاره  ۲۱ لنډمهاله روزنیز پروګرامونه جوړ کړي دي.

دغه راز سرچینې لیکلي، د کانونو په وزارت کې یې ښځینه کارکوونکو ته په دغه سکتور کې د ښځو د ونډې د پراختیا لپاره د ۱۳ تحصیلي بورسونو مالي لګښت ورکړی دی.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.

Give us a call on +93 20 220 1814