Article

د افغان تاجک نفتي حوزه ٣١زره کيلومتره مربع مساحت لري

کابل (پژواک ٢٩ سلواغه ٩٠): د افغان تاجک د نفتي حوزې مساحت ٣١زره کيلومتره مربع تثبيت شوى او ټاکل شوه ده، چې د دې حوزى اکتشاف او استخراج د کب په ١٧مه نړيوالې داوطلبۍ ته وړاندې شي.

دغه څرګندونې د افغانستان د کانونو وزارت اړوند د شمالي سيمو د هايډرو کاربن د سروې مشر انجنير نظرمحمد پژواک خبري اژانس ته وکړې.

هغه وويل، چې د يادې حوزې مساحت د يوې کاناډايي کمپنۍ له خوا تثبيت شوى دى.

سرچينې زياته کړه، چې د نفتو د دې حوزې ختيځ ته د هندوکش غرونه، لوېديځ ته د امو سيند يوه برخه، شمال ته امو سيند او جنوب ته د بلخ ولايت د البرز غرونه پراته دي.

ده د دې حوزې د تېلو ځانګړې کچه په ګوته نه کړه، خو زياته يې کړه، چې د امريکا د انجنيرانو د يوې ډلې د سروې له مخې، د امو سيند او افغان تاجک په نفتي حوزو کې ٤٤٤ ميليارد متره مکعب اوبلن ګاز، ٢١٩ ميليونه ټنه تېل او ٧٠ ميليون ټنه کاندنسات تېل شتون لري.

د ده په وينا، کاندنسات يو ډول تېل دي، چې په ترکيب کې يې ګاز شتون لري.

د کانونو وزير وحيدالله شهراني مخکې پژواک خبري اژانس ته ويلي وو، لومړنۍ څېړنې ښيي، چې د هېواد په شمال کې د امو سيند د نفتو په حوزه کې ٨٧ ميليونه بېرله نفت اټکل شوي، خو کېداى شي، چې دغه کچه تر شوي اټکل څو برابره لوړه وي او هلته اوبلن ګاز هم شتون ولري.

 د امو سيند د نفتي حوزې د تېلو استخراج او اکتشاف تړون د مرغومې په ٧مه د افغانستان د کانونو وزارت او د چين د نفتو ملي شرکت (CNPCI) ترمنځ لاسليک شوى دى.

يوې سروې ښودلې، چې د افغانستان په دېرش سلنه خاوره کې تر درى تريليونه امريکايي ډالرو په ارزښت بېلابېل کانونه شتون لري.

دغه راز د معتبرو نړيوالو بنسټونو څېړنې ښيي، چې په افغانستان کې د امو سيند او افغان تاجک د نفتي حوزو ترڅنګ څلور نورې لويې د نفتو او ګازو حوزې شتون لري.

په يادو څلورو حوزو کې د کُشک، په هرات کې د تېرپل، د کټواز او د هلمند نفتي حوزې شاملې دي.

د کانونو وزارت د معلوماتو له مخې، په پام کې ده، چې د ١٣٩١کال په دوبي کې په هرات کې د تېرپل په نوم د نفتو حوزه هم نړيوالې داوطلبۍ ته وړاندې شي.

دغه مهال په افغانستان کې د نفتو استخراج نه کېږي.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.

Give us a call on +93 20 220 1814