Article

د اوبلن ګاز بيه ٢١ سلنه را لوېدلې ده

Category: 

کا بل (پژواک ٨ وري٩٠): په کابل ښار کې د يو کيلو مايع ګاز د عمده پلور او د ځينې هټيو د پرچون پلور په بيو کې لس افغانۍ کموالى راغلى دى.

په کابل ښار کې د برادران فراهى په نوم د ګاز واردوونکي د شرکت يوه مسوول احمد مجتبى د وري په ٨ مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې درې ورځې مخکې يې يو کيلو ګاز په عمده ډول په ٤٥ افغانۍ پلوره، خو اوس يې په ٣٥ افغانۍ پلوري.

هغه وويل، چې دغه شرکت له ترکمنستان او قزاقستان څخه ګاز را واردوي.

نوموړي د ګاز د بيې د لوېدو د لامل په اړه وويل، چې په ژمي کې د سالنګ پر لويه لاره د واورو له امله ستونزې وي او د ترانسپورت لګښت به هم پر لوړه کچه و.

د هغه په وينا، چې له همدې امله ژمى د ګاز واردات لږ و، خو اوس زيات شوي او ورسره بيه يې هم رالوېدلې ده.

 دى، د هوا په ګرموالي سره د خلکو اړتياوې په دې برخه کې راکمېږي، نو ځکه يې په بيو کې هم ټيټوالى راغلى دى.

د ښار په ځينو هټيو کې، چې په پرچون ډول ګاز پلوري هم د ګاز بيه رالوېدلې ده، خو ځينې ګاز پلورونکي اوس هم په لوړه بيه ګاز پلوري.

د کابل ښار د تايمني د پروژې د سيمې يو ګاز پلورونکى محمد کريم وايي، چې نن يو کيلو ګاز په ٣٨ افغانۍ پلوري، خو درې ورځې مخکې يې يو کيلو ګاز په ٤٨ افغانۍ پلوره، ځکه هغه وخت يې په لوړه بيه اخيستى و.

د تايمني د سيمې يو بل ګاز پلورونکى نورالله هم وايي، چې درې ورځې مخکې يې يو کيلو ګاز په ٤٨ افغانۍ پلوره، خو له هغه وروسته يې په ٣٨ افغانۍ پلوري.

هغه د ګاز د بيې د لوېدو د لامل په اړه وويل: ((زه نه پوهېږم چې اصلي لامل به يې څه وي، خو ژمى تېر شو، هغه ترانسپورتي ستونزې، چې په ژمي کې به په سالنګ کې وې اوس نشته او بل ګاز هم ډېر وارديږي.))

دا په داسې حال کې ده، چې همدا نن ځينې دوکانداران يو کيلو ګاز په پرچون ډول په ٤٥ افغانۍ پلوري.

د تايمني د سيمې يو ګاز پلورونکي صفر محمد، چې يو کيلو ګاز په ٤٥ افغانۍ پلوري وايي، ځکه ګاز د بازار د نورو هټيو په پرتله په لوړه بيه پلوري چې لس ورځې مخکې يې په لوړه بيه يې اخيستى دى.

مسعود، چې د څلورم مکروريان په سيمه کې ګاز پلوري وايي، چې دى هم يو کيلو گاز په ٤٥ افغانۍ پلوري، ځکه چې مخکې يې په لوړه بيه رانيولى دى.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.

Give us a call on +93 20 220 1814