Article

د تخار د کانونو عوايد کم شوي

 تالقان (پژواک ٢٤ سلواغه ٩٢): د تخار ولايت د کانونو رياست وايي، چې د بوديجې کسر او د ځينې دولتي ادارو د نه همکارۍ له امله، د دغه رياست عوايد د تېر کاله په پرتله درې ميليون افغانۍ کم شوي دي.

 دغه ولايت، د ډېرو کانونو د شتون له اړخه د شمال ختيځ زون په کچه لومړى مقام لري.

 خو د تخار د کانونو رييس انجنير فدا محمد تاشي وايي، چې په روان کال کې د کانونو عوايد لس ميليونو افغانيو ته رسېدلي، په داسې حال کې چې دغه عوايد په تېر مالي (١٣٩١ لمريز) کال کې ١٣ ميليون افغانيو ته رسېدل.

 هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه عوايد د ګچ، مالګې او د رغونې توکو په ځانګړي ډول د ودانيزو ډبرو له کانونو تر لاسه شوي دي.

 تاشي، د عوايدو د کموالي لامل د بوديجې کسر او په دغه ولايت کې د ځينو دولتي ادارو نه همکاري په ګوته کړه او زياته يې کړه، هيله ده چې دغه عوايد به راتلونکى کال دېرش سلنه لوړ شي.

د تخار د کانونو رييس وايي: " هغه کانونه، چې نوي قراداد شوي، لکه د ګزستان د ډبرو سکرو او د لته بند مالګې قرق ساى کانونه، چې انشاء الله د ټولو د اميد سترګې دې ورته، له دې پرته چې د عوايد کچه لوړو په دې اړه يو پلان لرو، چې د کاري فرصتونو کچه هم لوړه کړو."

 نوموړي زياته کړه، چې د دغه ولايت په ځينو ولسواليو کې د متخصيصونونو له لوري ٤٦ کانونه کشف شوي، چې تر دې مهاله يې ١١ کانونه له خصوصي شرکتونو سره قرارداد شوي، چې په فني ډول د رايستلو پر مهال به ټول تر لاسه شوي عوايد، د دولت حساب ته ور اضافه شي."

 له بلې خوا د نمک اب ولسوال عبدالرشاد اصفياء وايي، چې د نمک اب کان د دولت له مهمو عايداتي سرچينو څخه شمېرل کېږي، چې د دغې ولسوالۍ شا وخوا ٣ سوه اوسېدونکو ته د کاري فرصتونو تر څنګ، د دولت د عوايدو په لوړلو کې هم مهم رول لوبوي.

 هغه وويل: " د تاقچه خانې د مالګې کان، چې د اسيا په کچه بې سارى دى او د اسيا د ډکو کانونو له ډلې شمېرل کېږي، د ويسکو انټرنشل کمپنۍ، چې د دغه  کان قرارداد کوونکې ده، اړه ده چې هر کال له دې کان څخه زر ټنه مالګه اوباسي او دغه کمپنۍ د خپلې کړې ژمنې له مخې بايد د نمک اباد ولسوالۍ په پراختيايي برخو کې ٥٠ زره ډالر ولګوي."

 په ورته وخت کې د تخار اوسېدونکي، د دغه کان موجوديت له مهمو عايداتي سرچينو بولي او وايي، که چېرې دغه کان په فني او تخنيکي ډول را وسپړل شي نو د دولت خزانې ته به هر کال ميليونونه افغانۍ عوايد ور زيات شي او دغه راز به خلکو ته ښه کاري زمينه برابره شي.
 د ويلو ده، چې په نمک اب ولسوالۍ کې د تاقچه خانې مالګې کان، په چال او کلفګان ولسواليو کې د ډبرو سکرو کانونه، په چاه اب ولسوالۍ کې د سرو زرو کان، په ورسج ولسوالۍ کې د ګچو کان او په بنګي ولسوالۍ کې د رغونې د کاڼو کان د دغه ولايت له مهمو کانونو څخه شمېرل کېږي.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.

Give us a call on +93 20 220 1814