Article

د تېلو اوخوراکي توکيو پرمخ تللي لابراتوارونه فعالېږي

کابل (پژواک ٢٧ مرغومى ٨٩) په افغانستان کې به په تېلو کې د سربو د شتون د تثبيت يو لابراتوار او د خوراکي توکيو د څرنګوالي معلومولو دوه پرمخ تللي لابراتوارونه فعال شي.

دا څرګندونې د نورم او سټندرډ ادارې تخنيکي مرستيال مجيب الرحمن خطير د مرغومي په ٢٧مه، پژواک خبري اژانس ته وکړې.

دا په داسې حال کې ده، چې د خوراکي توکيو او تېلو د څرنګوالي په اړه په تېره بيا په تېلو کې د سربو د شتون په تړاو شکايتونه موجود دي.

د چاپېريال ساتنې اداره دعوه کوي، چې ځينې سوداګر په تېلو کې اوبه ګډوي او بيا د دې لپاره، چې کيفيت يې خراب نه شي د سربو مرکبات هم ورسره يو ځاى کوي.

د چاپېريال ساتنې ادارې مسلکي مرستيال نجيب الله يمين پژواک خبري اژانس ته ويلي، چې په دغه کار سره فضا ککړه شوې او له امله يې ځينو ميرمنو ته د شنډېدو او نارينه وو ته د جنسي کمزورۍ ستونزې پيدا شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې په تېلو کې د سربو د ګډولو ادعا بې ځايه بللې او مجيب الرحمن خطير هم وايي، چې تر اوسه په هېواد کې داسې لابراتوار نه شته، چې په تېلو کې د سربو شتون تثبيت کړي.

د خطير د څرګندونو له مخې، دغه مهال د بلخ ولايت اړوند د حيرتانو په بندر کې د تېلو د څرنګوالي د معلومولو يو لابراتوار شته، خو دغه لابراتوار په تېلو کې سرب نه شي تثبيتولاى.

خو هغه وويل، چې يادې ادارې له يوې ايراني کمپنۍ سره تړون لاسليک کړى، چې له مخې به يې دغه کمپنۍ په تېلو کې د سربو د شتون د تثبيتولو گرځنده لابراتوار پېري، فعالوي او د کارونې په موخه به يې افغان کارکوونکيو ته اړينې زده کړې ورکوي.

ده وويل، چې پردې پروژه ٦٠٠ زره امريکايي ډالره لګښت راځي، چې د دولت له بودجې څخه ورکول کېږي.

د هغه په وينا، د دې لابراتوار د اخيستلو او فعالولو اداري پړاوونه وخت نيسي، نو ځکه به د راتلونکي کال په لومړيو کې فعال شي.

خطير زياتوي، چې دغه گرځنده لابراتوارد تېلو نور څرنګوالى هم معلومولى شي او په هر ځاى کې چې ورته اړتيا وي، کار به ترې اخيستل کېږي.

خو هغه وويل، چې په هېواد کې د تېلو د کيفيت د کنټرول لپاره نورو لابراتوارونو ته هم اړتيا شته.

د ده په وينا، يادې ادارې يوه طرحه جوړه کړې، چې له مخې يې د يوې نړيوالې خصوصي کمپنۍ له خوا د هېواد په نورو بندرونو کې هم د تېلو د څرنګوالي د معلومولو لابراتوارونه فعال او تېل چک شي.

دى وايي، چې دغه طرحه د وزيرانو شورا له خوا تاييد شوې او ټاکل شوې ده، چې په راتلونکي کال کې به يې په اړه اقدام وشي.

د تېلو تر څنګ د خوارکي توکيو د څرنګوالي په اړه هم شکايتونه شتون لري.

خطير وايي، چې تر اوسه يوازې د عامې روغتيا وزارت، د خوراکي توکيو د څرنګوالي معلومولو يو لابراتوار لري، چې هغه هم پر مخ تللى لابراتوار نه دى.

 خو ده وويل، چې يادې ادارې د خوراکي توکيو دوه پر مخ تللي لابراتوارونه په ايران کې په ٨٠٠ زره ډالره پېرلي او هېواد ته راوړل شوي دي.

ده وويل، چې له دې لابراتوارونو څخه يو به يې په ياده اداره او بل به يې د عامې روغتيا په وزارت کې په راتلونکيو شاوخوا دوو اونيو کې فعال شي.

د ده په وينا، دغه دوه لابراتوارونه اړتيا نه شي پوره کولاى، خو ياده اداره دغه مهال د نورو دغه ډول لابراتوارونو لپاره مالي امکانات نه لري.

خو هغه زياتوي، چې که د تېلو په برخه کې د شخصي نړيوالې کمپنۍ د چک کولو طرحه بريالۍ وه، کېداى شي د خوراکي توکيو په برخه کې هم ورته اقدام وشي.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.

Give us a call on +93 20 220 1814