Article

د مس عينک اوسېدونکي: له موږ سره شوې ژمنې نه دي عملي شوې

کابل (پژواک ١٤ لړم ٩٣): د لوګر د مس عينک سيمې اوسېدونکي وايي، چې  د مس عينک کان له قرارداد څخه څو کاله تېريږي، خو دولت او هغه چينايي شرکت  چې د دغه کان د استخراج قرارداد ورسره لاسليک شوى، له دوى سره يې خپلې کړې ژمنې نه دي عملي کړي.

د سيمې د اوسېدونکو په وينا، له تېرو شپږو کلونو راهيسې د دغه کان د را ايستنې په موخه چينايي کمپنۍ په دغه سيمه کې کار کوي، خو په دغه موده کې نه يواځې دا چې دوى ته يې ګټه نه ده رسېدلې، بلکې د دغه فعاليت له اړخه ورته زيانونه هم اوښتي دي.

د يادې سيمې د اوسېدونکو استازي، چې د افغانستان د روڼتيا د څار بنسټ په همکارۍ کابل ته راغلي وو، د خپلې سيمې د وضعيت په اړه يې خبريالانو ته معلومات ورکړل.

د سيمې د اوسېدونکو د کره احصايې نه شتون، د دولت له لوري د غيرمعياري ځمکو بيه ټاکنه، بې ځايه شويو کورنيو ته د ځمکې نه ورکړه، د هديرې نه شتون، سيمه ييزو کارکوونکو ته د کار د لومړيتوب حق نه ورکول هغه ستونزې دي، چې د يادو استازو په وينا ، د سيمې اوسېدونکي ورسره لاس او ګرېوان دي.

دغه استازي وايي ، دولت او د مسو را ايستونکي شرکت ورسره ژمنه کړې وه، چې د ښوونځي، روغتيايي کلينيک او د جومات په رغولو کې ګام پورته کوي، خو تر اوسه پورې يې په دغې ژمنې عمل نه دى کړى.

د مس عينک سيمې د اوسېدونکو يوه استازي معلم غلام محی الدين  وويل، چې دوى د کورونو، ونو او د خپلو کرنيزو ځمکو د بديل ورکولو په هيله دي، چې اوسمهال له دې امله له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

ده زياته کړه، چې دوى څو ځلې له سيمه ييزو چارواکو او د لوګر والي سره ليدلي، خو تر اوسه پورې يې چا غږ نه دى اورېدلى.

نوموړي  وويل، چې د دغه وضعيت د دوام  په صورت کې به خپل غږ ولسمشر ته هم ورسوي.

د مس عينک اړونده سيمې د ولي بابا کلي يوه اوسېدونکي ملا ميراجان وويل، چې د سيمې اوسېدونکي د دولت او چينايي شرکت له لوري د ژمنه شويو پروژو د عملي کېدو په هيله د نورو پروژو له عملي کېدو هم محروم پاتې دي.

ميراجان د ملي پيوستون له پروژو يادونه وکړه او ويې ويل: " د دغې پروژې له امله يې زموږ سيمه د ملي پيوستون په پروګرام کې شامله نه کړه، خو په دغه پروژه کې هم موږ ته کومه ګټه ونه رسېده."

د هغه په وينا، له دغې سيمې شاوخوا ٤٢ کورنۍ کډه شوي، چې تر اوسه پورې کومې کورنۍ ته ځمکه نه ده ورکړل شوې او همدرانګه دوى ته هيڅ ډول ټولنيز خدمتونه نه دي وړاندې شوي.

نوموړي  وويل،  بايد د قرارداد له مخې د سيمې خلکو ته د کاري لومړيتوب حق ورکړل شي ، چې تر اوسه پورې داسې کوم کار نه دى شوى.

ملا ميراجان څرګنده کړه، چې د سيمې اوسېدونکو د خپل حق د لاس ته راوړلو لپاره څو ځلې ولايت ته مراجعه کړې، خو د سيمه ييزو چارواکو او د قراردادي کمپنۍ له لوري ورته دوکه ورکړل شوې او د دوى غوښتنو ته تر اوسه پورې چا اهميت نه دى ورکړى.

ملا ميراجان ادعا وکړه، چې د قرارداد په لاسليک کې روڼتيا شتون نه لري او له همدې امله تړون تر اوسه پورې د افغان دولت او چينايي شرکت له لوري  پټه ساتل شوى دى.

د مس عينک د سيمې د اوسېدونکو استازو د خپلو وړانديزونو هغه نوملړ ، چې په دوولسو مادو کې ترتيب شوى، خبريالانو ته وسپاره او په دې اړه يې وويل، چې دغه وړانديزونه به ډېر ژر د ولسمشرۍ رياست ته هم وسپاري.

د مس عينک د کان د استخراج قرارداد، د چين له (ام سي سي) کمپنۍ سره د ١٣٨٦ لمريز کال په چنګاښ مياشت کې لاسليک شو. د دغه قرارداد له مخې، د دغه کان د را ايستنې کار بايد په ١٣٩١ کال کې  پيل شوى واى.

د قرارداد له لاسليک شاوخوا اوه کاله تېريږي، خو تر اوسه پورې يې د را ايستنې کار د يو شمېر ستونزو له امله نه دى پيل شوى.

د کان په شاوخواو کې د لرغونو اثارو شتون، د هغو د ساتنې لپاره هڅې او امنيتي ګواښونه د دغه کان د را ايستنې عمده ستونزې بلل کېږي.

د مس عينک کان، د نړۍ له سترو کانونو بلل شوى، چې د نړيوالو اټکلونو له مخې، شاوخوا پنځه نيم ميليون ټن مس لري.

د ياد قرارداد له مخې، د دغه کان د را رايستنې د کار په پيل سره پر دې سربېره چې چينايي شرکت به لسو زرو افغانانو ته د کار زمينه برابروي، افغان حکومت ته به هم هر کال څلور سوه ميليون ډالر ورکوي.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.

Give us a call on +93 20 220 1814