Article

د پژواک اژانس له لوري د کانونو په اړه لومړنى کنفرانس تر سره شو

کابل (پژواک ٢٥ لړم ٩٣): د افغانستان کانونو په اړه څېړنيز کنفرانس نن د پژواک خبري اژانس له لوري، چې په کې د افغانستان په کانونو کې شپږ اساسي ستونزې په ګوته شوې، تر سره شو.

پژواک خبري اژانس چې دغه څېړنې د يوه کال په ترڅ کې تر سره کړې، نن په هېواد کې د کانونو په غيرقانوني ډول د راسپړلو او قاچاق په اړه خپلې اندېښنې په يوه علمي-څېړنيزې غونډه کې څرګندې کړې.

په دغې ناسته کې، چې نن په کابل کې تر سره شوه، د کانونو د برخې کارپوهانو، د ولسي جرګې غړو، د مدني ټولنې بنسټونو، د کانونو وزارت يو شمېر چارواکو، د پوهنتون استادانو، د علومو اکاډمۍ غړو او د رسنيو يو شمېر استازو شتون درلود.

د غونډې ټولو ګډونوالو د دې ناستې پر تر سره کولو خوښي څرګنده کړه او د کانونو په برخه کې د شته ګواښونو د له منځه وړلو په برخه کې يې د پژواک خبري اژانس دغه اقدام د ستاينې وړ وباله.

د يادولو ده، چې په دغه کنفرانس کې د حکومتي چارواکو، د ولسي جرګې غړو، د رسنيو استازو، مدني ټولنې غړو او د کارپوهانو په ګډون په جلا جلا ډول دوه ګردي مېزونه هم تر سره شول.

په دغو ګردمېزونو کې د پژواک خبري اژانس د وړاندې شويو مواردو په اړه خبرې وشوې، چې له هغه وروسته ګډونوالو هم د کانونو په اړه له چارواکو څخه پوښتنې وکړې.

د پژواک خبري اژانس معلومات څرګندوي، چې د کانونو غيرقانوني راسپړنه، د بشر حقونو تر پښو لاندې کول، په قراردادونو کې ستونزې، له هېواده بهر د کانيزو توکو پروسس، معلوماتو ته نه لاسرسى او د کانيزو توکو قاچاق هغه موارد دي، چې بايد پام ورته وشي.

د پژواک خبري اژانس مشر دانش کړوخېل په دغه کنفرانس کې وويل، چې پژواک د خپل ملي مسووليت په پېژندلو د کانونو د څېړنيزې پروسې په تر سره کولو سره وغوښتل، څو له يوه لوري د هېواد کانونه خلکو ته ور وپېژني او له بل لوري د کانونو د قاچاق او چور مخه ونيول شي او دغه ملي پانګه وساتل شي.

هغه زياته کړه، که چېرې د کانونو اوسني وضعيت ته جدي پام ونه شي، نو په افغانستان کې به د کانونو په برخه کې پانګونه کمه شي.

د کانونو کارپوه، ابراهيم جعفري د يوه پرزنټېشن د وړاندې کولو تر څنګ د کانونو غيرقانوني او غيرمسلکي راسپړنې او استخراج ته اشاره وکړه او ويې ويل، د هغو چاودنو له امله چې د يادو کسانو له لوري په غيرقانوني ډول تر سره کېږي، ډېره اندازه کانيز توکي بې ځايه کېږي او بيې يې هم راټيټې کېږي.

نوموړي زياته کړه، چې په افغانستان کې د کانونو د استخراج او راسپړنې نړيوال معيارونه له پامه غورځول شوي او همدارنګه د کانونو کارکوونکي د کار پر مهال له اړين خونديتوب برخمن نه دي او له دې پرته په ځينو کانونو کې د اصولو خلاف ځينې ماشومان په کار بوخت دي.

بلخوا د ولسي جرګې يو شمېر غړو هم د افغانستان په کانونو کې شته ستونزې ومنلې او ويې ويل، چې د کانونو په قراردادونو کې هم ډېرې ستونزې شتون لري.

د ولسي جرګې يوه غړي ګل پاچا مجيدي په دغې ناسته کې وويل، چې د کانونو د يو شمېر قراردادونو په اړه له هېواد بهر پرېکړه کېږي او د کانونو وزارت چارواکي بايد په دې اړه ځواب ويونکي وي.

د کانونو او پټروليم وزارت مرستيال انجنير نصيراحمد دراني د دا ډول غونډو ترسره کول ګټور وبلل او له رسنيو يې وغوښتل، چې د راپورونو په خپرولو کې له ډېر کره توب کار واخلي.

نوموړي رسنۍ د خلکو او يوې ټولنې سترګې وبللې او ويې ويل، چې د کانونو وزارت د مطبوعاتو نږدې همکار دى.

دراني د کانيزو توکو د قاچاق د منلو ترڅنګ زياته کړه، تر هغه مهاله پورې چې د کانيزو توکو له قاچاق مخنيوى ونه شي، ناامنۍ  به نه يواځې کمې نه شي، بلکې نورې به هم ډېرې شي، ځکه په ناامنو سيمو کې د کانونو قاچاق د وسله والو مخالفينو د پياوړتيا لامل ګرځي.

ورته مهال د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي وويل، چې پوليس تر ډېره بريده له ترهګرۍ سره پر مبارزې بوخت دي، له جنايي جرمونو سره مبارزه هم د پوليسو له دندې شمېرل کېږي، چې يو يې هم د قاچاقو جرم دى.

د پژواک خبري اژانس د کانونو برخې اېډېټر احمدضياء رحيمزي پژواک ته وويل، په دې اړه کوم راپورونه چې دوى چمتو کړي، نو د کانونو د کارپوهانو، د مدني ټولنې غړو او د ملي شورا د يو شمېر استازو د استناد په وينا او څرګندونو يې خپاره کړي او د دوى اداره په کې دخالت نه لري.

ويل کېږي، چې په هېواد کې د کانونو خپلسرو راسپړنو کې يو شمېر لوړپوړي دولتي چارواکي هم لاس لري.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.

Give us a call on +93 20 220 1814