Article

محصلين: په جيولوژي او معدن پوهنځيو کې په روسي ژبه تدريس اغېزمن نه دى

کابل (پژواک، ٢٠ لېندۍ ٩٣): د جيولوژي او معدن پوهنځيو ځيني محصلين او استادان غواړي چې د دې څانګې د تدريس لپاره دې د روسي پر ځاى انګليسي ژبه غوره شي او د دوى په خبره اړوند تحصيلي نصاب دې، چې درې لسيزې وړاندې جوړ شوى؛ د وروستيو کلونو له نوو علمي پرمختګونو سره سم جوړ شي.

که څه هم محصلان وايي چې د افغانستان د پوهنتونونو د جيولوژي او معدن پوهنځيو تدرسي نصاب له ورځنيو اړتياوو سره برابر نه دى؛ خو د لوړو زده کړو وزارت يې دغه ادعا نه مني.

د سمبالو لابراتوارونو ، په روسي ژبه کې د نوو (اپډېټ) کتابونو نشتوالى او دولتي ادارو ته د فارغانو د جذبولو ټيټ ظرفيت هغه ستونزې دي چې د دې څانګې محصلين ورسره مخ دي.

دوى وايي چې له همدې امله اکثره فارغان د خپلو څانګو خلاف په نورو برخو کې کار کوي او دا چاره د دې لامل شوې چې د جيولوژي او معدن په برخه کې د هېواد ظرفيت لوړ نه شي.

روسي کتابونه

د بلخ پوهنتون د جيولوجي پوهنځي د څلورم کال محصل سهراب وايي، هغه کتابونه چې دوى ته تدرسېږي، ژبه يې روسي ده او په څو لسيزو پخوا زمانه پورې اړه لري.

سهراب پژواک خبري اژانس ته وويل چې که چېرې يو محصل دغه کتابونه په بشپړه توګه زده هم کړي، خو بيا هم په عملي ډګر کې ترې کار نه شي اخيستلى: ((ځکه چې دغه ميتود په څو کاله وړاندې وخت پورې اړه لري او اوسمهال په هېڅ ډول نه کارېږي.))

سهراب زياتوي چې د اوسني وخت له غوښتنو سره اړتيا ده چې تدريس له روسي ژبې په انګليسي بدل شي، ((ځکه چې په دې ژبه کې زياتې علمي سرچينې شته دي.))

د کابل پوليتخنيک پوهنتون د کانونو د اکتشاف څانګې يو فارغ شوي محصل فريدون حکيمي د سهراب د خبرو د پخلي تر څنګ د کابل پوليتخنيک پوهنتون او کانونو وزارت تر منځ د مخامخ اړيکې له نشتوالي هم يادونه کوي.

د حکيمي په خبره، د دغو دوو بنسټونو تر منځ مخامخ اړيکه او همغږي کولى شي چې د تدريسي نصاب په جوړونه او نوو علمي پرمختګونو او عملي کارونو کې مرسته وکړي او د ډېرو فارغو شوو محصلانو د وزګارتيا په برخه کې اغېزه ولري.

د کابل پوليتخنيک پوهنتون د جيولوجي پوهنځي د نفتو او ګازو ډيپارټمنت يو محصل وايي چې د پتروګرافي (د ځمکې د لوړو ژورو پېژندنه) له مضمون پرته چې په مايکروسکوپ عملي کېږي، نور هېڅ کوم مضمون په عملي بڼه نه تدريسېږي.

دغه محصل چې د نوم له اخيستو يې ډډه وکړه، تدريسي ستونزو ته په اشارې سره زياته کړه، که څه هم ځيني کتابونه نوي شوي، خو په ټوله کې ((په دغو کتابونو کې شته معلومات له نننۍ ټکنالوجۍ سره سر نه خوري.))

هغه وويل: ((هغه مضامين چې اوس يې تدريسوي، د نفتو او ګازو له استخراج، تاريخي جيولوژي، پلانتولوژي او پتروګرافي څخه عبارت دي چې د ټولو ژبه روسي ده او له ١٣٦٠ کال نه تر ١٣٧٠ کال پورې هم تدريسېدل.))

د ده په خبره، په اوسني عصر کې د کار موندلو لپاره پر انګليسي ژبه پوهېدل ډېر مهم دي، خو موږ دلته روسي ژبه تدرييسوو. نوموړى پر روسي ژبه د تدريس لامل هغه استادان بولي چې په روسيه کې يې زده کړې کړې او له انګليسي سره اشنايي نه لري، خو ويې ويل چې ((بالاخره بايد تدريسي ژبه بدله شي.))

خو په شبرغان پوهنتون کې د دې څانګې يوه بل محصل خوښي څرګندوي او وايي چې په بيا بيا له ځينو محصلينو سره کان ته تللى او هغه څه چې په پوهنځي کې يې لوستي وو، په لابراتوارونو او د تفحصاتو په تصدۍ کې يې عملي کړي دي.

د کانونو برخې څېړونکى او کارپوه جاوېد نوراني پر دې باور دى چې په اوسني عصر کې د ټولو علمي سرچينو ژبه انګليسي ده او د روسي ژبې له لارې موخې ته نه شي رسېدلى.

هغه د لوړو زده کړو وزارت ته وړانديز وکړ چې په هېواد کې د تحصلي ظرفيت لوړولو په موخه د تحصيلي نصاب د نوي کولو لپاره اقدام وکړي.

هغه وايي: ((په اوسني وخت کې هغه بدلونونه چې د کانونو په تحصيلي نصاب کې رامنځته شوي، اصلاً د درېيو لسيزو له مخکې ميتود سره د پرتلنې وړ نه دي.))

نوراني له روسي څخه انګليسي ژبې ته د تحصيلي سيستم اړونه هم له امکان نه لرې بولي، لومړى دا چې ځوان استادان بايد وګومارل شي چې په بشپړه توګه له انګليسي سره اشنايي ولري او په دې برخه کې يې تخصصي زده کړې کړې وي، دويم دا چې اوسنيو استادانو ته دې روزنيز کورسونه جوړ شي.

يو شمېر نور کارپوهان هم د کابل پوليتخنيک پوهنتون او په ولايتونو کې د جيولوژي پوهنځيو د تحصيلي سيستم پر نوي کولو او سمون ټينګار کوي.

د کانونو برخې د کارپوه انجنير محمديونس فکور په باور، د انګليسي ژبې دودېدل د ظرفيت جوړونې لپاره يو اړين ګام دى، خو نوموړى په ورته وخت کې وايي چې پوهنتونونه بايد محصلينو ته د عملي کارونو زمينه مساعده کړي.

د پوليتخنيک پوهنتون د کانونو د استخراج ډيپارتمنت يو فارغ اسحاق علي وايي، که څه هم د دغه پوهنځي تدريسي ژبه روسي ده، خو تر څنګ يې عملي کارونه هم کېږي.

د ابن سينا په خصوصي پوهنتون کې د جيولوژي او معدن پوهنځي استاد او د کانونو د برخې کارپوه دوکتور ابراهيم جعفري وايي، د کانونو برخې استادان بايد هڅه وکړي چې د نوو معلوماتو لرونکي انګليسي کتابونه په دري ژبه ترجمه شي.

جعفري زياته کړه: ((د دې سرچينو ژباړه د استادانو مسووليت دى او که چېرې د تازه سرچينو ژباړه د استادانو د علمي رتبو په لوړولو کې حساب شي؛ ښه کار به وي.))

نوموړي څرګنده کړه چې د نړۍ د منرالونو ډېټابېس هر کال نوى کېږي او ځکه خو د زياتو نوو معلوماتو لپاره اړتيا زياتېږي، څو په پوهنتونونو کې د تېرو ٣٥ کلونو معلومات څنګ ته شي.

دوکتور جعفري وايي، دا چې د جيولوژي پوهنځيو درسونه يواځې د افغانستان په کانونو پورې اړه نه لري، په همدې سبب محصلين تيوريکي عمليو ته اړتيا لري چې د ده په خبره، اوسمهال په دغو پوهنتونو کې زيات تيوريک مواد په انګليسي ژبه دي.

د سمبال لابراتورا نشتوالى

د هېواد د پوهنتونونو په جيولوژي او معدن پوهنځيو کې د ژبې د ستونزو تر څنګ، بله ستونزه چې اکثريت محصلين ورسره مخ دي، په اړوند څانګو کې د منظمو لابراتوارونو نشتوالى دى.

د بلخ پوهنتون د جيولوژي پوهنځي د څلورم ټولګي محصل سهراب وايي چې تر اوسه لابراتوار ته نه دى تللى او حتى ادعا کوي چې د دوى په پوهنتون کې له سره لابراتوار نشته.

دا په داسې حال کې ده چې دوکتور جعفري په دغه پوهنځي کې د لابراتوار شتون اړينه چاره بولي او وايي چې د يوه لومړني لابراتوار رامنځته کول په ناڅيزه پيسو امکان لري.

د فارغانو وزګارتيا

د کابل پوليتخنيک پوهنتون د کانونو د استخراج څانګې فارغ التحصل اسحاق علي د وزګارتيا له امله اړ شوى چې د خپلې څانګې خلاف کار وکړي.

هغه وايي چې دا ډول زيات محصلين پېژني چې د ده له برخليک سره مخ شوي دي.

نوموړى په دې برخه کې دولت پړ بولي او وايي چې که چېرې د څانګو خلاف کار دوام ولري، نو باور نه کوي چې افغانستان د کانونو په برخه کې وچت علمي ظرفيت پيدا کړي.

خو ډاکتر جعفري د دغو پوهنځيو د فارغانو لپاره د کاري زمينو کمښت په ټيټ تدريسي سيستم او ((مصنوعي نا امنيو)) پورې تړي چې د جعفري په خبره، اکثره يې خپله د قراردادي شرکتونو له خوا له کان څخه د دولت او خلکو له لوري د نه څارنې له امله رامنځته کېږي.

جعفري وايي چې د کانونو وزارت بايد د اړوندو پوهنځيو د جذب لپاره يوه څرګنده کړنلاره ترتيب کړي او قراردادي شرکتونو ته د دغو فارغ شوو محصلينو جذب هم د يوه اجباري شرط په توګه وړاندې کړي.

بلخوا انجنير يونس فکور هم په دې اړه خپله اندېښنه څرګنده کړه او ويې ويل: ((ازاد بازار په دې معنا نه دى چې ميخانيک او پاکستاني يا هندي انجنير د کار لپاره راولو او موږ دې خپل فارغ شوي محصلين جذب نه کړو او وزګار پاتې شي.))

د جيولوژي او کان د برخې دغه ستونزې مو د لوړو زده کړو وزارت له چارواکو سره هم شريکې کړې.

د دغه وزارت وياند محمدعظيم نوربخش د دغو استادانو او محصلينو ټولې ادعاوې رد کړې او ويې ويل چې د ټولو دولتي او غير دولتي پوهنتونونو درسي سرچينې هر وخت نوې کېږي.

هغه همدارنګه وويل چې د لوړو زده کړو وزارت تېر کال د جيولوژي او معدن د پوهنځيو په ګډون د ټولو ٧٠٠ ډيپارټمنتونو لپاره د خصوصي او دولتي پوهنتونونو په ٣٠٠ پوهنځيو کې نوى تدريسي نصاب وېشلى او اوسمهال تدريسېږي.

خو نوربخش زياتوي چې دا په دې معنا هم نه ده چې نور ټول نصاب بشپړ شوى او زيات کار ته اړتيا نه ده، بلکې د ده په باور دغه نصاب هم بايد پراختيا ومومي او د وخت له غوښتنو او ارزښتونو سره عيار شي.

د لوړو زده کړو وزارت وياند د محصلينو هغه ادعا چې ګني د پخوانيو استادانو له خوا وړاندې شوي معلومات عملي بڼه نه لري، رد کړه او ويې ويل چې په کابل او ولايتونو کې ټول استادان چې د کانونو په څانګه تدريس کوي، د ماسټرۍ او دوکتورا سندونه لري.

د لوړو زده کړو وزارت وياند زياته کړه چې که چېرې د استادانو تدريس او سرچينې په روسي ژبه دي، خو معتبرې دي او تر څنګ يې د معلوماتي ټکنالوجۍ ډيپارتمنت اکثره استادان له هند او المان څخه د دوکتورا په کچه تحصيلي درجې لري.

نوموړي په پاى کې وويل چې د لوړو زده کړو وزارت هڅه کوي چې په پوهنځيو کې د لابراتوارونو د کمښت او يا نشتوالي ستونزه حل کړي.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.

Give us a call on +93 20 220 1814