Article

مشرانو جرګې د کانونو قانون طرحه تاييدکړه

اباسين زهير Jul 1, 2014 - 15:34

کابل ( پژواک١٠چنګاښ٩٣): مشرانو جرګې د کانونو قانون هغه طرحه تاييدکړه،چې له مخې يې لوړپوړي دولتي چارواکي او د هغوى نږدې خپلوان نه شي کولاى د کان تړون تر لاسه کړي .

ولسي جرګې او مشرانو جرګې په ١٣٨٧کال کې د کانونو قانون په ١٢فصلونو او ١٠٥ مادو کې تصويب او ولسمشر کرزي توشيح کړ.

 تېر کال د چنګاښ په مياشت کې د دې قانون د تعديل طرحه ولسي جرګې ته واستول شوه او دې جرګې  د روان کال د غويي په مياشت کې په ٢٠ فصلونو او ١١٧ مادو کې تصويب کړه .

دغه طرحه نن د مشرانو جرګې عمومى غونډې ته وړاندې شوه.

د مشرانو جرګې د چاپېريال ساتنې کمېسيون مشر  بشير احمد صميم وويل،چې د دې طرحې اساسي موخې له منرالي سرچينو څخه موثره ګټه پورته کونه،د هېواد اقتصادي پرمختګ او د کانونو په برخه کې کورنيو او بهرنيو پانګوالو ته د اړينو اسانتياوو برابرول دي .

د صميم په وينا، د دې طرحې له مخې د دولت د درېيو ګونو قواوو لوړپوړي چارواکي او د هغوى نږدې اقارب نه شي کولاى،چې د کانونو تړونونه ترلاسه کړي .

هغه وويل، چې په دې طرحه کې د لويو او وړو کانونو د تړونونو د تنظيم چارې، په کان کې د کارکوونکو د ژوند د ساتنې اسانتياوې، د کان امنيتي او نور اړوند مسايل په دې طرحه کې په پام کې نيول شوي دي .

صميم وايي،چې ددې طرحې له مخې، د کانونو، کليو او پراختيا، ماليې، بهرنيو چارو، اقتصاد، سوداګرۍ، اطلاعاتو او فرهنګ، کرنې، کورنيو چارو او اوبو او برېښنا وزيران، د ملي امنيت مشاور، د نورم او سټنډرډ ادارې او  چاپېريال ساتنې ادارې مشران ، د کانونو د تړونونو د څېړنې او ارزونې کمېسيون غړيتوب ولري.

 دى وايي، چې د دې طرحې له مخې ټول راډيو اکتيف لرونکي مواد او نادره عناصر مقيده مواد ګڼل کېږي او د راډيو اکتيف توکو د غني کولو او ګټې اخيستنې لپاره د معدن کارۍ فعاليتونه د کمېسيون پر وړانديز د وزيرانو شورا په تاييد او د ملي شورا په تصويب صورت مومي.

د مشرانو جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې له حاضرو ٦٦ غړيو څخه ٦١ غړيو يې د يادې طرحې تاييد ته موافقه رايه ورکړه .

قانون هغه مصوبه ده، چې د ولسي جرګې تر تصويب او د مشرانو جرګې تر تاييد وروسته د ولسمشر له خوا توشيح شي.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.

Give us a call on +93 20 220 1814