Article

ولسمشر: سوداګر دې د بې کیفیته تېلو او ګازو له واردولو ډډه وکړي

کابل ( پژواک ۹ مرغومی ۹۰) : ولسمشر حامد کرزي د هیواد له ملي سوداګرو وغوښتل چې د بې کیفیته تېلو او ګازو له واردولو دې ډډه وکړي.

ولسمشر حامد کرزي دغه څرګندونې د مرغومي په ۹مه، پخپلې پنځلس ورځنۍ راډیويي وینا کړې چې نن د ملي راډیو لخوا خپره شوې ده.

د ولسمشر د ویندوي له دفتر څخه د مرغومي په ۹مه، پژواک خبري اژانس ته په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر په دې راډیويي وینا کې له ملي سوداګرو غوښتي چې دخپلو شخصي ګټو په موخه  د بې کیفیته تېلو او ګازو له واردولو چې د هیوادوالو روغتیا له ګواښ سره مخامخ کوي، ډډه وکړي.

حامد کرزي دغه راز ویلي چې د کابل ښار په ګرد او لوګو ککړ او فضا یې چټله شوې ده او د محیط زیست له مخې هم مناسب نه دی، په دې ښار کې تنفس کول د سپین ږیرو، ماشومانو، سپین سرو او ناروغانو لپاره مضر دي.

هغه زیاته کړې د کابل ښار د زیات نفوس لرلو له امله د هیواد یو له مهمو او لویو ښارونو څخه دی ، نو ځکه ددې ښار ښاریان باید د خپل چاپیریال د پاک ساتلو لپاره جدي اقدامات وکړي.

ولسمشر ویلي چې په کابل ښار کې د هوا د ککړتیا د مخنیوي په موخه او د ډیرو وسایطو او موټرو د ګرځیدو د مخنیوي په موخه حکومت دپنجشنبې ورځ عمومي رخصتي اعلان کړې ده، دغه راز په دې برخه کې ځینې نور اقدامات هم په لاره اچول شوي دي.

خو حامد کرزي زیاته کړې چې په دې برخه کې د هیوادوالو او کابل ښاریانو مرسته هم ډیره اړینه ده او ددوی له مرستې پرته حکومتي اقدامات بې ګټې  دي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، ولسمشر په ډاګه کړې چې د نفتي توکیو له کارونې څخه رامنځته شوي لوګي د هوا دککړتیا لامل ګرځي .

هغه زیاته کړې چې په ځینو کورنیو او بهرنیو موسسو کې د جنراتورونو کارول، په ځینوداشونو، نانوایانو او حمامونو کې د غیرقانوني سوند توکیو لکه، ربړ، او پلاستیک څخه ګټه پورته کول او د بې کیفیته تېلو او ګازو کارول ددې لامل شوی چې دکابل ښار هوا ککړه کړي او د خلکو روغتیا له ګواښ سره مخ کړي.

له همدې امله ولسمشر حامد کرزي د هیواد له ملي سوداګرو وغوښتل چې د بې کیفیته تېلو او ګازو له واردولو دې ډډه وکړي

ولسمشر په داسې حال کې له سوداګرو غوښتنه کړې چې ګڼ شمیر کابل ښاریان او موټر چلوونکي د  بې کیفیته تیلو او ګازو څخه شکایت کوي.

دوی وایي چې سوداګر او پلورونکو په تیلو او ګازو کې اوبه ګډوي او د خپلو شخصي ګټو په موخه هیواد له ستر ګواښ سره مخ کوي.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.

Give us a call on +93 20 220 1814