Article

ولسمشر غني: د افغانستان ښه راتلونکې د کانونو او پټروليم وزارت په ښه کار پورې تړلې

کابل (پژواک ۱۶ ليندۍ ۹۳): ولسمشر اشرف غني وايي، د افغانستان ښه راتلونکې د کانونو او پټروليم وزارت په ښه کار پورې تړلې او بايد دا وزارت د عادي کار په توليد نه، بلکې د ثروت په توليد بدل شي.

د ولسمشر د وياند له دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې محمد اشرف غني دغه څرګندونې، نن (د ليندۍ ۱۶مه) د کانونو او پټروليم وزارت څخه د ليدنې پرمهال په ډاګه کړې دي.

په خبرپاڼه کې زياته شوې، ولسمشر اشرف غني، نن ياد وزارت ته ورغی او د دغه وزارت چارې يې له نږدې څخه وارزولې.

سرچينه کاږي، ولسمشر لومړی د دغه وزارت د بهرنيو سلاکارانو چارې و ارزولې او بيا يې د کانونو او پټروليم وزارت له مشرتابه پلاوي سره په کتنه کې، د دغه وزارت په چارو کې د ښه والي د رامنځ ته کولو لپاره اړينې لارښوونې وکړې.

نوموړي د کانونو او پټروليم په وزارت کې د ظرفيتونو پر لوړولو او د روڼوالي په رامنځته کولو باندې ټينګار کړی او ويلي يې دي: "دغه وزارت بايد د عادي کار په توليد نه، بلکې د ثروت په توليد بدل شي."

ده زياته کړې، د افغانستان ښه راتلونکې د دغه وزارت په ښه کار پورې تړلې ده، له دې امله بايد په مهمو مسلکي پستونو کې ماهر او په کار پوه کسان په دندو وګومارل شي.

 

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.

Give us a call on +93 20 220 1814