Article

ټاکنيزې لانجې د کندوز د کانونو پر عوايدو منفي اغېز کړى

کندوز (پژواک ١٣ زمرى ٩٣): ټاکنيزو ناندريو او د بهرنيو سرتېرو وتلو په کندوز ولايت کې پر ودانيزو چارو اغېز کړى او له همدې امله د دغه ولايت د کانونو عوايد کم شوي دي.
په ټول کې په کندوز ولايت کې شپږ کانونه (نفت، اپاتيت (فاسفورس)، ايستلين، ګچ ، تعميراتي ډبرې، رېګ او جغل) شته دي، چې يواځې د ساختماني چارو لپاره ګچ، تعميراتي ډبرې او جغل استخراجېږي.
د خان اباد او چهاردرې ولسوالۍ په کانونو کې تر ټولو مهم د نفتو کانونه دي، خو په علي اباد کې فاسفورس، په چهار دره ولسوالۍ کې ايستلين او ګچ او په کلا زال، چهاردره او خان اباد ولسواليو کې د ودانيزو ډبرو کانونه شته دي.
خو د کندوز د کانونو رياست وايي، چې ټاکنيزې ناندريو او د بهرنيو سرتېرو وتلو د دوى پر عوايد منفي اغېز کړى دي.
د کندوز د کانونو رييس انجنير مرزا محمد سلطاني پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دوه کاله وړاندې د کانونو عوايد دوه ميليونه او ٨٠٠ زره افغانيو ته رسېدل، خو سږ کال چې لا يې څلور مياشتې تېرېږي، تر اوسه يې څه باندې ٩٠٠ زره افغانۍ عايد شوي دي.
هغه زياته کړه، چې د کانونو ډېرى عوايد هر کال په اوړي کې ترلاسه کېږي، چې اکثره خلک د ودانيزو چارو لپاره له رېګ او جغل څخه کار اخلي، خو سږ کال پرې ټاکنيزو ناندريو اغېز کړى، خلک او سوداګر په اندېښنه او سرګردانۍ کې ژوند کوي، له ودانيزو چارو سره لېوالتيا نه لري، څو له کانونو کار واخلي او دولت ته پوره عوايد په لاسه ورشي.
سلطاني د عوايدو د کموالي بل لامل د بهرنيو سرتېرو وتل ياد کړل او ويې ويل: ((بهرنيو ځواکونو له موږ سره د ودانيزو توکو، تجهيزاتو او تاسياستو د جوړولو په برخه کې کلني قراردادونه درلودل، له همدې امله مو پراخ عوايد ترلاسه کول، خو اوس چې بهرني ځواکونه وتلي زموږ عوايد هم له کسر سره مخ شوي دي.))
د ايساف په اډانه کې الماني ځواکونه تېر کال له کندوز ولايت څخه ووتل.
د کندوز ولايتي شورا رييس عبدالقدير حسسين خېل هم وويل، چې ټاکنيزې ناندريو د دغه ولايت په خلکو کې جدي اندېښې را پيدا کړې دي.
نوموړي زياته کړه: ((د دې پروسې اوږدېدل د نا امنۍ، د وسله والو مخالفينو د پياوړتيا، وزګارتيا د زياتوالي او د سوداګرو د ناهيلۍ لامل ګرځېدلي او بايد ډېر ژر د دغو ستونزو لمن ور ټوله شي.))
د کندوز د سوداګرۍ خونې اداره د اندېښنې په څرګندولو سره وايي، چې ټاکنيزو ستونزو او د دې پروسې اوږدېدو بهرنيو هېوادونو ته د کندوز د صادراتو شمېرې څه باندې ٥٠ سلنه را غورځولې دي.
د کندوز د سوداګرۍ خونې د صادراتو مدير مسعود وحدت پژواک ته وويل، چې د ولسمشرۍ ټاکنو د دواړو پړاوونو لانجو په کندوز کې پر سوداګريزو او اقتصادي چارو منفي اغېز کړى او شمېرې څرګندوي، چې بهرنيو هېوادونو په ځانګړي ډول تاجکستان ته د صادراتو اندازه څه باندې پنځوس سلنه کمه شوې ده.
هغه زياته کړه، چې د کندوز سوداګرو د روان کال په وري مياشت کې دوه ميليونه او اوه سوه زره ډالر صادرات درلودل، چې د تېر کال د وري مياشتې په پرتله سل سلنه کموالى ښيي.
د سږ کال غويي مياشتې صادرات دوه ميليونه او دوه سوه زره افغانۍ وو، چې ٨٤ سلنه يې او د غبرګولي مياشتې يو ميليون او ٤٠٠ زره افغانۍ و، چې د تېر کال د ورته مودې په پرتله نږدې ٥٢ سلنه کمښت ښيي.
د کندوز د سوداګرۍ خونې مدير وويل، چې د تېرو کلونو په پرتله سوداګريزې چارې او صادراتي مالونه لکه بوره، کيمياوي سرې، سمنټ، سبزۍ او نور نيمايي را غورځېدلي او په هغه صورت کې چې وضعيت همداسې دوام وکړي؛ نو په دغه ولايت کې به ټول سوداګريز فعاليتونه ودرېږي.

 

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.

Give us a call on +93 20 220 1814