Article

پاکستان ته دې د ګاز د قاچاق مخينوى وشي

کندهار (پژواک ٣ تله ٩٣): د کندهار ولايت ګاز پلورونکي او عام وګړي وايي چې په دې وروستيو کې پاکستان ته د مايع ګاز د قاچاق له امله په دغه ولايت کې د ګاز بيه ډېره لوړه شوې ده.

هغوى وايي، خلک په لوړه بيه د ګاز د پېرلو توان نه لري، په کار ده چې حکومت پاکستان ته د ګاز د ناقانونه لېږد مخنيوى وکړي.

د کندهار ښار د هرات بازار د مايع ګاز د شرکت مسوول محمد رحيم وايي، يوه مياشت وړاندې په کندهار کې د يوه کيلوګرام ګاز بيه له ٤٥ تر ٥٠ افغانيو وه، خو اوس يو کيلوګرام ګاز له ٧٠ تر ٧٥ افغانيو پلورل کېږي.

هغه زياته کړه، په تېر کې به چې کله د ژمي په موسم کې ګاز کم او استعمال به يې زيات شو، نو بيه به يې لوړېده، خو اوس چې لا هم هوا ګرمه ده، د ګاز بيه ډېره لوړه ده.

د نوموړي په وينا، د خلکو اقتصادي حالت ښه نه دى او په دومره لويه بيه د ګازو د رانيولو توان نه لري، چې له امله يې د هغوى کاروبار هم اغېزمن شوى دى.

د رحيم د معلوماتو له مخې، د ګازو بيه ځکه دومره پورته ختلې چې په ناقانونه توګه پاکستان ته لېږدول کېږي.

هغه وايي، که حکومتي مسوولين پاکستان د ګازو د قاچاق مخه و نه نيسي، نو را روان ژمى به نه يوازې په مارکېټ کې ګاز کم شي، بلکې بيه به يې هم ډېره لوړه شي.

د کندهار ښار د ښوراندام سيمې د ګازو پلورونکى نور احمد هم وايي، چې د ګازو بيه پاکستان ته د هغه د قاچاق له امله لوړه شوې ده.

هغه پژواک اژانس ته وويل، پاکستان ته د ګازو لېږد اوس د يوه کاروبار بڼه خپله کړې او د کندهار د سپين بولدک ولسوالۍ له لارې د کرښې هغې غاړې چمن، عبدالله خان او نورو سيمو ته قاچاق کېږي.

نوموړي له اړوندو مسوولينو وغوښتل چې د ګازو بيو کنټرول او پاکستان ته يې د قاچاق مخه ونيسي، که داسې و نه شي، نو بيه به يې ورځ تر بلې پورته لاړه شي.

بل خوا د کندهار ښار اوسېدونکي هم د ګازو د بيې له لوړېدو سر ټکوي او پر مسوولينو ږغ کوي چې د ژمي تر رارسېدو مخکې دې دغه ستونزه حل کړي.

 

د کندهار ښار د دويمې ناحيې اوسېدونکى اجمل وايي، يوه مياشت مخکې يې يو کيلوګرام ګرام ګاز په ٤٥ افغانۍ رانيوه، خو اوس يې په ٧٥ افغانۍ رانيسي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، نه يوازې پاکستان ته د ګازو قاچاق دغه بيه لوړه کړې، بلکې د ګازو را واردوونکو لويو شرکتونو هم د ګاز قيمت لوړ کړى دى.

دى وايي: ((دلته پر بيو هيڅ کنټرول نشته، د ګازو د لويو شرکتونو مسوولين چې زړه يې غواړي په هغه بيه ګاز پلوري، خو ټول زور يې پر عامو خلکو راځي، ځکه هغوى مجبور دي په هر حالت کې ګاز رانيسي.))

نوموړي له اړوندو مسوولينو وغوښتل چې د ګازو پر لويو شرکتونو فشار راوړي او بيې کنټرول کړي.

د کندهار ولايت د نفت او ګاز رياست مرستيال خواجه صفى الله صديقي مني چې پاکستان ته ګاز قاچاق کېږي، خو ويې ويل چې په دې اړه ټولو امنيتي ارګانونو ته دنده سپارل شوې، چې د دې کار مخه ونيسي.

خو هغه له پژواک اژانس سره په خبرو کې دا و نه منله چې په کندهار کې دې دا مهال د ګازو د يو کيلو ګرامه بيه ٧٥ افغانۍ وي، ده وويل چې د ګازو لوى شرکتونه يو کيلوګرام ګاز په ٦٠ افغانۍ پلوري.

خو د کندهار ښار د ګڼو سيمو اوسېدونکي وايي چې يو کيلوګرامه ګاز له ٧٠ تر ٧٥ افغانيو رانيسي.

د کندهار ولايت مرستيال عبدالقديم پتيال هم تېره ورځ په اوونيزه امنيتي غونډه کې د ٢٠٣ سرحدي زون مسوولينو ته سپارښتنه وکړه چې پاکستان ته دې د ګاز د قاچاق مخه ونيسي او هغه کسان دې ونيسي چې په دغه کار بوخت دي.

د ٢٠٣ سرحدي زون قومندان بريد جنرال عبدالحي اطرافي وايي چې په دې اړه يې پلټنې پيل کړې دي.

د يادونې ده چې څه موده واړاندې د کندهار يو شمېر سوداګرو او صنعتکارانو د کندهار له والي سره په ليدنه کې ويلي وو چې دغه ولايت ته ګاز پر دوهم لاس را واردېږي، نو ځکه يې که نا کله بيه لوړه وي.

هغوى غوښتنه کړې وه، چې دولتي چارواکي دې له هغوى سره مرسته وکړي، تر څو په خپله له اړوندو هېوادونو کندهار ته ګار را وارد کړي، چې په دې توګه به يې بيه هم ټيټه شي.

 

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.

Give us a call on +93 20 220 1814