Article

پاکستان د ټاپي پروژې په غونډه کې له ګډون ډډه کړې

Category: 

کابل (پژواک ٤ وږى ٩٢): پاکستاني چارواکو ويلي، چې دغه هېواد د ټاپي پروژې د بشپړېدو په غونډه  کې، چې له ترکمنستان هېواد څخه ګاز د افغانستان له لارې، پاکستان او هندوستان ته لېږدول کېږي، ډډه کړې ده.

اکسپرېس ټربيون پاکستانۍ ورځپاڼې، په ياد هېواد کې د حکومت د ځينو سرچينو له قوله ويلي، چې ټاکل شوې وه دغه خبرې د زمري په ٣١ مه او د وږي په لومړۍ د ډهلي په ښار کې تر سره شوې وى، خو د پاکستان استازي په کې ګډون ونه کړ.

  ويل شوي، چې امريکا له پاکستان څخه د ټاپي په پروژې کې د ګډون غوښتنه کړې ده، خو دغه غونډه د پاکستاني استازي د نه ګډون له امله وځنډېده.

د پاکستان او هندوستان تر منځ د پولو ترېنګلتيا، په دغې نړيواله ناسته کې د پاکستان د نه ګډون يو مهم لامل په ګوته شوى دى.

خو د کانونو د وزير سلاکار اصف فروزان، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تر دې مهاله پاکستان د دې پروژې د مذاکراتو د نه دوام په اړه افغانستان ته، چې دې برخه کې يو له ګډونوالو څخه دى، په رسمي ډول خبر نه دى ورکړى.

 په دغې ناسته کې، چې د يادې ناستې له مهمو ګډونوالو هم دى، په رسمي ډول خبر نه دى ورکړې.

د ټاپي تړون ( (TAPI :Turkmenistan, Afghanistan, Pakistan, India د ګاز په اړه د ١٣٨٩ کال په ليندۍ مياشت کې د ولسمشر کرزي، د ترکمنستان ولسمشر قربان علي بري محمد اوف، د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري او د هند د انرژۍ وزير له لوري لاسليک شو.

د ټاپي د ګاز دغه نل ليکه د ترکمنستان له دولت اباد سيمې څخه پيل او د دغه هېواد په خاوره کې تر ١٤٧ کيلومټره واټن وهلو وروسته، د هېواد له هرات، هلمند او کندهار ولايتونو څخه په ٧٣٥ کيلومټره اوږدو کې تر پاکستانه غځېږي.

ټاکل شوې، د دغې پروژې نل ليکه د کوېټې له لارې پنجاب ايالت ته په دغه هېواد کې ٨٠٠ کيلومټره نوره هم وغځېږي او د هندوستان په فاضليکا سيمې کې پاى ومومي.

د دغې پروژې څلورو ګډونوالو هېوادونو د تړون له لاسليک کولو وروسته، هيله څرګنده کړې وه، چې په څلورو کلونو کې به ياده پروژه ګټې اخيستو ته وسپاري.

افغانستان دوه مياشتې وړاندې په عشق اباد ښار کې د ټاپي پروژې مشرتابه پلاوي د اوولسمې غونډې په څنډه کې له ترکمنستان سره د ګاز پېرلو يو قرارداد، چې شاوخوا دېرش کاله به د اعتبار وړ وي، لاسليک کړ.

د دغه سند له مخې به افغانستان، د ټاپي پروژې له بشپړېدو وروسته په لومړيو لسو کلونو کې ٥سوه ميليون متر مکعبه ګاز ترلاسه او دوهمه لسيزه کې به يو ميليارد متره مکعبه او درېيمه لسيزه کې به ١،٥ ميليارد متره مکعبه ګاز له دغه هېواده وپېري.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي و، چې په دې پروژه کې څلورو ګډونوالو هېوادونو پرېکړه کړې، چې د اسيا پراختيايي بانک په مرسته به د ١٣٩٢ کال د مرغومي تر لسمې (٢٠١٣ کال تر پايه) د "لمېټېډ ټاپي" په نوم د هر هېواد د ګاز له شرکتونو څخه ګډ ايتلاف جوړ کړي.

دغه پروژه به، چې ټولټال لګښت يې ٨ ميليارده ډالر ښودل شوى، په هر کال کې د ٣٣ ميليارده متره مکعبه ګاز د لېږد وړتيا ولري.

د يادې پروژې يوه مهم ګډونوال هېواد هندوستان تېر کال ويلي و، چې دغه هېواد د ١٣٩٦ کال تر پايه د يادې پروژې بشپړېدو ته ژمن دى، خو پاکستان بيا له ايران سره د ګاز د نل ليکې په اړه پرېکړه کړې، چې د اړتيا وړ ګاز به له دغه هېواده خپل هېواد ته ولېږدوي.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.

Give us a call on +93 20 220 1814