Article

په ايران کې د تېلو بنديز په مزارشريف کې هم د تېلو بيه لوړه کړې ده

Category: 

مزار شريف (پژواک ٢٩ مرغومى ٨٩): سربېره پر دې، چې هره ورځ د حيرتان بندر له لارې هېواد ته نږدې۸۰واګونونه تېل واردېږي، خو د ايران له خوا د افغاني سوداګرو د تېلو د ټانكرونو د بندېدو له امله په مزارشريف ښار كې د تېلو بيه خورا لوړه شوې ده.

د بلخ د حيرتان بندر رييس قاضي نجيب الله د مرغومي په ۲۹مه، په يوه ځانګړې مركه كې پژواك خبري اژانس ته وويل، چې د ايران له خوا د تېلو بنديز په مزارشريف ښار كې هم د تېلو بيه لوړه كړې ده.

نوموړي زياته كړه:(( هره ورځ د حيرتان بندر له لارې هېواد ته شاوخوا ۸۰واګونونه تېل واردېږي خو بيا هم په مزارشريف كې د تېلو په بيه كې خورا لوړوالى راغلى دى.))

د هغه په وينا، همدا نن هم ۴۹پټرول او ۲۹واګونونه ډېزل په كرښه کې دې ته چمتو دي، چې مزارشريف ښار ته واوړي او بيا نورو ولايتونو ته هم ولېږدول شي.

حيرتان په شمال کې يو له مهمو سوداګريزو بندرونو څخه دى، چې له ازبکستان سره پوله لري.

د حيرتان بندر رييس وايي، چې که څه هم له دغه بندر څخه د تېلو په وارداتو کې د پام وړ زياتوالى نه دى راغلي، خو په شمالي ولايتونو کې د ايران پر پوله د افغاني سوداګرو د تېلو د ټانکرونو د درولو له کبله، د تېلو په بيو کې خورا لوړوالى راغلى دى.

د افغان سوداګرو شاوخوا ١٨٠٠ د تېلو ټانکرونه له نږدې يوې نيمې مياشتې راهيسې په ايران کې درول شوي او افغانستان ته د تګ اجازه نه ورکول کېږي.

د همدې ستونزې له امله د افغانستان په بازارانو کې د تېلو بيې لوړې شوې او خلکو ته يې سخت اقتصادي زيان اړولى دى.

په بلخ مرکز مزارشريف کې د تېلو سوداګر وايي، چې د يو ټن تېلو په بيه كې ۴۰۰امريكايي ډالر توپير راغلى دى.

په مزارشريف ښار كې د لرغوني بلخ د تېلو د پمپ مسوول پيرمحمد پژواك خبري اژانس ته وويل، چې د ايراني تېلو له بندېدو څخه مخكې يو ټن تېل په ۱۰۲۰امريكايي ډالر و او اوس يې بيه ۱۴۲۰امريكايي ډالرو ته پورته شوې ده.

نوموړي زياته كړه، چې كه چېرې دولت د ايران پر پوله د افغاني سوداګرو د تېلو د خوشي كولو لپاره خپلې هڅې ګړندۍ نه كړې، نو لرې نه ده، چې د يو ټن تېلو بيه تر ۱۸۰۰امريكايي ډالرو پورې ورسېږي.

د مزارشريف ښار اوسېدونكي هم د تېلو د بيو له لوړوالي سر ټكوي.

د دغه ښار ټكسي چلوونكى سيد عبدالرووف پژاوك ته وويل:(( هلته ايران تېل بند كړل او دلته په موږ قيامت جوړ شو.))

نوموړي زياته كړه، له هماغې، چې ايران تېل بند كړي دي، د پترولو بيه لوړه شوې ده.

د هغه په وينا مخكې به يو لېتر پټرول په ۳۵افغانۍ و، خو اوس په ۵۰افغانۍ دي.

د حيرتان ښارګوټي رييس وايي، چې له بندره ډېر واردېدونكي مواد تېل دي، چې د سوله ساتو ځواكونو ۷۰سلنه تېل هم په كې شامل دي.

نوموړي زياته كړه، چې د تېلو د واردېدو له امله هر كال د حيرتان بندر په عوايدو كې لوړوالى راځي.

د هغه په وينا، تېر كال يې ۱۳۰ميليونه امريكايي ډالر عوايد تر لاسه كړي و، چې سږ به له همدې هم ډېر وي.

خو ويې ويل، چې لا هم د عوايدو د ټاكلې اندازې ښودلو ته درې مياشتې پاتې دي، چې د كال په پاى كې به يې رسنيو ته وړاندې كوي.

نوموړي زياته كړه، چې د تېلو سربېره ګاز، لرګي، ګول سيخ هم توكي دي، چې له دې بندره ډېر واردېږي.

د هغه په وينا، د سږني عوايدو د ډېرېدو يو لامل دا هم دى، چې د بلخ ګمرك له مزارشريف ښار څخه حيرتان بندر ته لېږدول شوى دى.

له بل لوري د افغانستان حکومت له قزاقستان څخه د دوه سوه زره ټنه تېلو غوښتنه کړې او  د سوداګرۍ او صنايعو وزارت وايي، چې دوى په داسې يو سيسټم کار کوي، چې له لارې به يې په هېواد کې د سون توکيو ډاډمنه عرضه رامنځته شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ايران پر پوله د افغاني سوداګرو د تېلو د ټانکرونو د درولو په غبرګون کې تر اوسه په کابل، هرات او نورو ځينو ولايتونو کې د ايران پر خلاف مظاهرې شوې دي .

خوتېره ورځ په کابل کې د ايران سفير فدا حسين مالکي له ولسمشر حامد کرزي سره په کتنه کې وويل، چې تر څلورو ورځو پورې به د ايران په پولې کې د تېلو درېدلي ټول ټانکرونه افغانستان ته دننه شي.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.

Give us a call on +93 20 220 1814