Article

په تخار کې پنځه کسان د ډبروسکرو د غاز له امله مړه شول

 تالقان (پژواک ١٨ليندۍ ٩٠): پرون شپه د ډبرو سکرو دغاز د مسمومېدو له امله په تخار ولايت کې پنځه تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

دتخار ولايتي روغتون مشر حبيب الله رستاقي پژواک خبري اژانس ته وويل،چې ياده پېښه دتالقانو ښار لوېديځ لورته د پل کلان د سيمې  دتېلو په يوه ټانک کې رامنځ ته شوې ده.

 د سرچينې دمعلوماتو له مخې، يادو پنځو کسانو د ٢٥ او ٣٥ کلونو ترمنځ عمرونه درلودل او ياد روغتون ته راوړل شوي.

د نوموړي په وينا، دا پنځه کسان د سکرو ډبرو دمسموميت له امله،چې په بخارۍ کې يې ايښي و ، د تېلو دټانک په خونه کې مړه شوي دي.

   رستاقي وايي،چې په مړو شويو کې دوه تنه د تېلو دټانک خاوندان وو،دوه نور يې له مزارشريف ښار څخه راغلي وو او بدخشان ته يې دتلو تابيا درلوده او بل تن يې دتېلو ټانک ته څېرمه د سيمې اوسېدونکى و.

 د تخار د ولايتي روغتون دمعلوماتوله مخې، د روان کال  له پيل راهيسې تر اوسه په دې روغتون کې د سوځېدو او په ګاز دمسمويدو نږدې ٢٠ پېښې  ثبت شوې دي.

د رستاقي په وينا، د ګازو دسوځېدو پېښې دشپې له خوا د سون  له  توکو څخه په ناوړه ډول استفاده کول ،له لويه سره  د يخنۍ په موسم کې رامنځ ته کېږي.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.

Give us a call on +93 20 220 1814