Article

په جلال اباد کې له درې زرو رېکشو ګازي ډبې لرې شوې

جلال اباد (پژواک ٢٨ وږى ٩١): د ننګرهار ترافيک وايي، چې د عامې روغتيا او چاپېريال ساتنې د رياستونو په غوښتنه يې په جلال اباد ښار کې له درې زره رېکشو ګازي سيسټم لرې کړى دى.

د ننګرهار د ترافيکو مدير سمونوال غلام دستګير رحيمي د وږي په ٢٨مه پژواک اژانس ته وويل، چې په جلال اباد ښار کې د چلېدونکو زرګونو رېکشو مالکانو پر خپل سر د پټرولو پر ځاى د اوبلنو ګازو ډبې لګولې، چې له مبلايلو سره په يو ځاى کېدو يې د ښار هوا ککړه کړې او د ناروغيو لامل شوي.
د هغه په وينا، له يوې اوونۍ راهيسې يې د عامې روغتيا او چاپېريال ساتنې رياستونو ترڅنګ د امنيې قوماندانۍ د پوليسو په مرسته په ټول ښار کې له درې زره هغو رېکشو څخه د ګازو ډبې راکوزې کړې، چې مبلايل يې ورسره ګډول.
نوموړي زياته کړه، چې دغه کمپاين به تر هغې روان وساتي، څو په جلال اباد ښار کې د اوبلن ګاز کاروونکې يوه رېکشه هم پاتې نه شي.
رحيمي وويل: ((لسګونه هغه موټر مو هم نيولي، چې سخت لوګي يې کول او د خلکو د ځورونې لامل ګرځېدل.))
د ده په خبره، ٦٠ رېکشه چلوونکي يې له نيولو وروسته څارنوالۍ ته ورپېژندلي، چې تر يو ځل کوزولو وروسته يې د دويم ځل لپاره خپلو رېکشو ته ګاز ډبې پورته کړې وې.
نوموړي زياته کړه، مديريت يې په دغه کوچني ښار کې د شپږ زره رېکشو له ګرځېدو تر پوزې راغلى، چې د ښار هوا يې ککړه کړې، ترافيکي نظام يې خراب کړى او قانوني اسناد هم نه لري.
د دغه ولايت د چاپېرال ساتنې رييس انجنير شاه محمود مومند پژواک اژانس ته وويل، چې په ګاونډيو هېوادونو کې د هغو موټرو لپاره چې اوبلن ګاز کاروي، تر ورکولو وړاندې ګاز تصفيه کيږي او بيا د ځانګړو پمپونو له لارې موټرو ته اچول کيږي.
نوموړي زياته کړه، چې د جلال اباد د رېکشو چلوونکي په نا مسلکي ډول پدې خاطر چې رېکشې يې ډېر ګاز مصرف نه کړي له ګازو سره مبلايل يوځاى کوي، چې خطرناک او وژونکي ګازونه توليدوي.
د هغه په وينا، نه يواځې دا، چې دغه ګازونه بېلابېلې ناروغۍ پيدا کوي د ښار بڼه چټلوي او ښار دننه د سړکونو ترمنځ په ولاړو ګلدانونو کې شنه بوټي هم وچوي.
د ننګرهار د عامې روغتيا په رياست کې د چاپېريال ساتنې مسوول ډاکټر محمديوسف احدي وايي، چې د رېکشو دغه خطرناک ګازونه په ماشومانو او لويانو کې تنفسي او د خېټې ناورغۍ پيدا کوي، د زړه او سرطاني ناروغيو چانس هم زياتوي.
د عامې روغتيا مرستيال ډاکټر سيد افندي پژواک ته وويل، چې د يو رسمي مکتوب له مخې يې د ترافيکو له مديريته غوښتنه کړې، چې په کلکه دې د دې ډول رېکشو مخه ونيسي.
د سره رود ولسوالۍ يوه اوسېدونکي رېکشه چلوونکي برات خان هغه مهال، چې پوليسو يې له رېکشې ګاز ډبه را کوزوله پژواک اژانس ته وويل، چې د غريبۍ له امله يې دغه کار کړى دى.
نوموړي زياته کړه: ((په نورو ملکونو کې حکومت ټکسي موټر په اوږدو پورونو ورکوي، خو دلته موږ دولت کار ته نه پرېږدي.))
د جلال اباد ښار يوه اوسېدونکي حاجي محمدشريف او د پښتونستان واټ هټيوال نعمت الله پژواک ته وويل، چې د اوبلن ګاز کاروونکو رېکشو د لوګيو له امله په ښار کې نه شي ګرځېدلى.
دغو دواړو د ترافيکو د اقدام ستاېنه وکړه.
هټيوال نعمت الله وويل: ((سږکال او تېر کال مې د رېکشو د لوګيو له امله دوه ځله په پوزه کې د غوښې عمليات وکړل.))
د هغه په وينا، په پېښور کې يې معالج ډاکټر ويرولى، چې که د رېکشو له لوګيو ځان ونه ساتي، ښايي درېيم ځل عمليات يې هم ترسره شي.
څه موده وړاندې د ترافيکو مدير پژواک ته ويلي وو، چې هره اوونۍ په جلال اباد ښار کې ناقانونه ورکشاپونه تر پنځوسو عرادو نوې رېکشې تړي او ښار ته راوځي.
د يادونې ده، چې په جلال اباد ښار کې د رېکشو د ډېرښت له امله ترافيکو رېکشې په دوه ګروپونو ويشلي، چې د نن ورځې چلېدونکې يې سبا فعاليت ته نه پرېږدي او دويم ګروپ ښار ته را وځي.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.

Give us a call on +93 20 220 1814