Article

په هرات کې د ګازو د لوړ پلور له امله د ګازو ٣٠ هټۍ وتړل شوې

Category: 

هرات ښار (پژواک ٢٣ لېندۍ ٩١): په هرات ولايت کې د پلاوي له خوا د نفتي موادو د کيفيت او خرڅلاو د څېړنې عمليات پيل شوي، چې تراوسه يې ٣٠ هټۍ تړلې دي.

په دغو هټيو کې هغه شاملې دي، چې د نفتي موادو نرخ يې په خپل سر لوړ کړى و او يا يې هم د ټيټ کيفيت مواد پلورل.

دا په داسې حال کې ده، چې اوس په هرات کې هوا د سانتي ګراد له مخې، د سفر درجې ته راټيټه شوې، اورښتونه پيل شوي او د سون توکو ته خلک خورا ډېره اړتيا لري.

تېره اونۍ له کابل څخه د سوداګرۍ وزارت پلاوي د هرات له سوداګرۍ خونې سره په ګډه غونډه کې د تېلو او اوبلنو ګازو نرخ هرکيلو کې لس افغانۍ راټيټ کړ.

د هرات د ګازو او نفتو د ادارې مشر خسرو عبدالله پژواک اژانس ته وويل، چې د دوى پلټنه په ټول ښار کې جريان لري او څه د پاسه د دوه سوه هغو هټيو د نرخ او توکو د کيفيت کنټرول کوي، چې ښار کې د ګازو او تېلو د پلور اجازه پاڼې لري.

د هغه په وينا، د هرکيلوګرام اوبلن ګاز بيه په عمده ډول ۴۹ افغانۍ او هټيوال يې  په ۵۵ افغانۍ خرڅولى شي.

د نرخ تر تثبت د مخه د يو ليتر تېلو بيه په هرات کې تر ۶۳ افغانۍ رسيدلې وه ، چې د سوداګرو د توافق پر اساس يې نرخ لس افغانۍ راولوېده.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.

Give us a call on +93 20 220 1814