Article

په هېواد کې به د مضرو ګازونو پر ځاى نور ګازونه ترويج شي

کابل (پژواک ١١ سلواغه٩٠): ټاکل شوې، چې په افغانستان کې د اوزون طبقې له تخريب کوونکو ګازونو د ګټې اخيستنې کچه تر ٨ کلونو ٣٥سلنه او تر ٢٠٤٠ ميلادي کال پورې صفر ته راټيټه شي.

دا څرګندونې د چاپيريال ساتنې د ملې ادارې مسلکي مرستيال غلام محمد ملکيار نن په کابل کې خبريالانو ته وکړې او ويې ويل، چې د دغو ګازونو پر ځاى به نور ګازونه، چې زيان نه پېښوي، ترويج شي.

د سرچينې د څرګندونو له مخې، کاربن تتراکلورايد ( CTC) کلوروفلورکاربن (CFCs) او ميتايل بروماييد (CH3Br) هغه ګازونه دي، چې د اوزون طبقه (لايه) تخريبوي او دغه مهال له يادو ګازونو په افغانستان کې په يخچالونو او ايرکنډېشنونو، اسفنج جوړولو او د اور وژنې په چارو کې ګټه اخيستل کېږي.

د ده د معلوماتو له مخې، په تېرو درېيو کلونو کې ترسره شوې يوه سروې ښيي، چې دغه مهال په افغانستان کې ٤٢٨ متريک ټنه ياد ګازونه تثبيت شوي دي.

د چاپيريال ساتنې د ادارې د اوزون د څانګې مشر غلام علي يعقوبي وويل، چې که په نړيواله کچه د دغو ګازونو د کارولو او توليد مخنيوى ونه شي، نو د اوزون د طبقې ساتنه نه کېږي او ورسره د ځمکې پر مخ د ژونديو موجوداتو ژوند هم له ګواښ سره مخ کېږي.

هغه زياته کړه، چې د اوزون کڅوړو د ځمکې له سطحې څخه له ١٥ تر ٣٥ کيلومترو په لوړه ساحه کې يوه طبقه جوړه کړې، چې ځمکې ته د لمر د زيان رسوونکو وړانګو مخنيوى کوي.

د ده په وينا، د چاپيريال ساتنې ملي اداره د اړوند ارګانونو په مرسته غواړي، په تدريجي ډول د اوزون د طبقې د زيانمنووکو ګازونو پر ځاى نور ګازونه ترويج او هېواد ته يې د راوړلو لارې چارې برابرې کړي.

دى وايي، د دغه کار موخه دا ده، چې په ٢٠٤٠ ميلادي کال کې د دغو تخريب کوونکو ګازونو د استعمال کچه په هېواد کې صفر ته راټيټه شي.

هغه زياتوي، چې د مخربو ګازونو د مخنيوي په اړه د (مونتريال پيمان څو اړخېزه صندوق) د افغانستان د چاپېريال ساتنې له ادارې سره ٧٠٠ زره امريکايي ډالره مرسته کړې، تر څو له لارې يې تر اتو کلونو په هېواد کې د مخربو ګازونو کچه ٣٥سلنې ته راټيټه کړي.

سرچينه زياتوي، چې افغانستان د يادو مخربو ګازنو توليد نه لري او ټول له بهرنيو هېوادونو واردوي.

د چاپيريال ساتنې د ادارې د پاليسۍ او بهرنيو اړيکو مرستيال عبدالولي مدقق وويل، له دې امله، چې په افغانستان کې له يادو درى ډوله مخربو ګازونو څخه د صنعت په برخه کې ګټه اخيستل کېږي، دوى نه شي کولاى، چې دغه ګازونه يو دم بند کړي.

هغه وويل، چې په ټوليز ډول په نړۍ کې ٩٦ ډوله ګازونه، چې د اوزون طبقې لپاره مضر دي، شتون لري او بايد مخنيوى يې وشي.

د چاپيريال ساتنې ادارې د معلوماتو له مخې، د اوزون طبقې د تخريب د مخنيوي لپاره لومړى په ١٩٨٥ ميلادي کال د نړۍ يو شمېر هېوادونو د اطريش د ويانا په ښار کې د (ويانا کنوانسيون) او تر هغې وروسته په ١٩٨٧ ميلادي کال د کاناډا په مونتريال ښار کې د ( مونتريال پيمان) لاسليک کړ.

سرچينه زياتوي، چې افغانستان هم د اوزون طبقې د ساتنې په موخه په ٢٠٠٤ ميلادي کال کې د مونتريال له پيمان سره ملګرى شوى او اوس د دغه پيمان د غړو هېوادونو شمېر ١٩٦ ته رسي.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.

Give us a call on +93 20 220 1814