Article

په کندهار کې څلور کانونه داوطلبۍ ته وړاندې شوي3

کندهار (پژواک، ٨ سلواغه ٩٣): د کندهار د کانونو رياست مسوولين وايي، له ناامنيو او ستونزو سربېره د دغه ولايت د سربو، جستو او تالک څلور کانونه داوطلبۍ ته وړاندې شوي، چې له مخې به يې د دغو کانونو د سروې او استخراج چارې پيل شي.

د کندهار د کانونو رييس انجنير خان اقا تره خېل په پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې د پخوانيو او اوسنيو څېړنو پر بنسټ په کندهار کې له ١٧ څخه په زياتو ساحو کې ٣٠ ډوله بېلابېل کانونه موجود دي.

هغه زياته کړه په دغو کانونو کې فلورايټ، کرومايټ، اوسپنه، سيماب، طلا، مرمر، تالک، قلعي، کنزايټ، سرب، جست، د ډبرو سکاره، ولتفرام، د چونې ډبره، ګچ، د روخام ډبره او نور قيمتي او نيمه قيمتي توکي شامل دي.

د ده په وينا، ناامنۍ او د فني کسانو نه شتون لامل شوى چې د دغو کانونو د سروې او استخراج چارې ترسره شي.

خو نوموړي يادونه وکړه چې پر ناامنيو او ستونزو سربېره په کندهار کې د فلورايټ کان د لسو کلونو لپاره په قرارداد ورکړل شوى، چې سروې يې بشپړه شوي او په دې وروستيو کې يې د استخراج چارې پيل شوي دي.

ده وويل، د اوسپنې ويلي کولو او په نورو صنعتي برخو کې کارېدونکى دغه معدن له کندهار ښار څخه شاوخوا ١٦٠ کيلومتره لېرې د نېش ولسوالۍ په باخوت سيمه کې موقيعت لري.

دى وايي، د دغه کان د استخراج چارې د امانيه مايننګ کمپنۍ له خوا ترسره کېږي او په دې وروستيو کې يې ٢زره ټنه فلورايټ تر استخراج وروسته له هېواده بهر لېږدولى، تر څو په نړيوالو بازارونو کې ورته مارکېټ پيدا کړي.

د کانونو رييس وويل د دې تر څنګ په دې وروستيو کې د سربو او جستو دوه کانونه په پلازمېنه کابل کې د کانونو وزارت له خوا داوطلبۍ ته وړاندې شوى، چې ځينې چارې يې بشپړې شوې او نورې يې د نوي وزير تر ټاکل کېدو ځنډېدلي دي.

د سربو او جستو کانونه په شاوليکوټ ولسوالۍ کې تثبيت شوي دي.

هغه زياته کړه، د اصولو له مخې که د سربو کان يو فيصد سرب ولري، نو د استخراج وړتيا لري، خو د شاوليکوټ د سربو د کان ډبرې ٩ فيصده سرب لري چې دا لوړه فيصدي ده.

دغه راز ده وويل چې دوه نور کانونه په کندهار کې د کانونو د رياست له لوري داوطلبۍ ته وړاندې شوي دي.

د تالک د معدن دغه دواړه کانونه يو د ١٠ زره ټنو په حجم او بل د ٧٥٠٠ ټنه په حجم د خاکرېز ولسوالۍ په ځلاند غره کې موقعيت لري.

له دغه معدن څخه د ښځينه وو د سينګار توکو په جوړولو، روغني رنګونو، ټوکرانو جوړولو، شېريني جوړولو او شاوخوا ٢٠٠ نورو مواردو کې کار اخيستل کېږي.

د کانونو رييس يادونه وکړه چې د ناامنيو له امله تر اوسه کوم شرکت په داوطلبۍ کې ګډون نه دى کړى.

نوموړي د ګچو د کان د استخراج په اړه هم معلومات ورکړل او ويې ويل دغه کان د کندهار ښار په ختيځ کې د دامان ولسوالۍ په سليم کارېز سيمه کې دى.

دى وايي، دا چې په دې سيمه کې د ګچو کان د لينز او رګونو په بڼه موجود دى چې په يو ځاى کې وي او په بل کې نه وي، له همدې امله يې کوم مشخص شرکت ته په قرارداد نه شي ورکولاى.

خو ده وويل چې په دغه کان کې د ګچو طبقه د ځمکې تر سطحې لاندې د ١، ٢ او ٥ مترو په اندازه ضخامت لري چې تر استخراج وروسته په سيمه ييزو کرو کې پخېږي او وروسته بازار ته وړاندې کېږي.

د ده په خبره، له دغه کان څخه په يوه کال کې ٢٢٢٤٢ متره مکعبه ګچ استخراجېږي او د هر متر مکعب ګچو پر سر ټاکل شوې اندازه پيسې دولت ته ورکول کېږي.

نوموړي د کانونو د استخراج په برخه کې دا خبرې رد کړې چې ګواکې کانونه په غير مسلکي توګه کېندل کېږي او د استخراج پر مهال ٩٠ سلنه ضايع کېږي.

هغه زياته کړه، د فلورايټ له معدن پرته په کندهار کې تر اوسه بل هيڅ معدن د استخراج لپاره په قرارداد نه دى ورکړل شوى، په داسې حال کې چې کانونه نه استخراجېږي، نو ٩٠ سلنه ضايعات به څنګه ولري؟

ده وويل، په دامان او تخته پُل ولسواليو کې د رېګرېشن لپاره په قرارداد ورکړل شوي د تعميراتي توکو بلاکونه هم په داسې ساحو کې دي، چې هلته هيڅ ډول کانونه موجود نه دي او يوازې ورڅخه جغل او رېګ جوړوي.

نوموړي د دې تر څنګ وويل چې په کندهار کانونه د استوګنې له سيمو ليرې موقيعت لري او خلک نه شي کولاى په غلا کانونه وکيني.

خو هغه يوازې د خاکرېز ولسوالۍ په دروېشانو سيمه کې د شامقصودي ډبرې کيندل ومنل چې د سيمې د خلکو له خوا کله کله په ډېره کمه (دوه يا درې کليوګرامه په اندازه) په پټه توګه کندهار ښار ته راوړل کېږي او دلته ورڅخه تسپې/تسبېح جوړېږي.

نوموړى وايي، دا چې د خاکرېز ولسوالۍ د دروېشانو سيمه ډېره ناامنه ده، دا ګران کار دى چې کندهار ښار ته د شامقصودي ډبرې د راوړل کېدو مخنيوى وشي.

د هغه په خبره، د ناامنۍ له امله کوم شرکت هم زړه نه ښه کوي چې دغه کان په قرارداد واخلي او په رسمي او قانوني توګه يې د استخراج چارې تر سره کړي.

خو نوموړي وويل چې دغه موضوع د خاکرېز له ولسوال او امنيتي ارګانونو سره شريکه شوې او هغوى ژمنه کړې چې د دې کار مخنيوى به کوي.

د کانونو رييس په روان کال کې د خپلو عوايدو په اړه هم معلومات ورکړل او ويې ويل چې تر دې مهاله يې شاوخوا ١٣ميليونه افغانۍ عوايد تر لاسه کړي، چې دوه ميليونه يې په مرکز کې د کانونو وزارت له خوا د کندهار د فلورايټ معدن د استخراج پر سر اخيستل شوي او پاتې يې په کندهار کې د رېګرېشنونو او تعميراتي توکو د استخراج له درکه دي.

نوموړي د کندهار د کانونو په رياست کې د فني کسانو له کمښت څخه هم يادونه وکړه او ويې ويل چې له همدې امله نه شي کولاى په دې ولايت کې د کانونو د تثبيت او سروې چارې تر سره کړي.

هغه زياته کړه، که اړوند وزارت ورسره د مسکي او فني کسانو په ګومارلو کې مرسته وکړي، نو هغوى به د دې جوګه شي چې په را روان کال کې د ډېرو کانونو د سروې چارې تر سره کړي.

نوموړي د دې تر څنګ ناامني لويه ستونزه ياده کړه چې دغلته يې د کانونو د استخراج مخه نيولې ده.

ده وويل په کندهار کې په ډېره پراخه کچه کانونه شته، که دغلته امنيت ډاډمن شي نو د استخراج لپاره يې د کورنيو تر څنګ بهرني شرکتونه هم پانګونه کولاى شي.

هغه خبر ورکړ چې په دې وروستيو کې يې کندهار هوايي ډګر ته څېرمه او په تخته پُل ولسوالي کې د مالګي دوه کانونه او شاوليکوټ ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو کان تثبيت کړى چې سروې ته يې له مرکز څخه فني کسانو ته اړتيا ده.

ده وويل، که په شاوليکوټ ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو د موندل شوي کان حجم زيات وي، نو دغلته د حرارتي برېښنا لويه فابريکه جوړېداى شي.

د يادونې ده چې په کندهار کې د ډېرو کانونو څېړنه او سروې د ١٩٦٥ او ١٩٧٠ زېږديز کلونو تر منځ د بهرنيو او کورنيو جيولوجستانو له لوري شوې ده، خو تر هغه وروسته د ناامنيو له امله د کانونو د څومره والي او څرنګوالي په اړه کومه سروې نه ده شوې.

 

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.

Give us a call on +93 20 220 1814