Article

کندهار کې د ګاز بيه پاکستان ته د قاچاق له امله لوړه شوې

Category: 

کندهار (پژواک ٢٦ مرغومى ٩١): د کندهار ولايت اوسېدونکي وايي، چې له دغه ولايت څخه پاکستان ته د اوبلن ګاز د قاچاق له امله د ياد ګاز بيه د پخوا په پرتله دوه برابره لوړه شوې ده.

په کندهار کې د برېښنا د کمښت له امله د ژمي په موسم کې د نورو سون توکو په پرتله ګاز ډېر کارول کېږي، خو ستونزه دا ده، چې بيه يې ډېره لوړه شوې او خلک يې د اخيستو توان نه لري.

د دغه ولايت اوسېدونکي وايي، چې د ګاز د بيې د لوړوالي عمده لامل دا دى، چې پاکستان ته قاچاق کېږي او حکومت يې د مخنيوي لپاره هېڅ هم نه دي کړي.

د کندهار ښار يوه اوسېدونکي عبدالستار د مرغومي په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په کندهار کې روان ژمى ډېر سوړ دى، برېښنا پر نشت حساب ده، د سون توکو، په ځانګړې توګه د ګازو بيه ډېره لوړه شوې، چې خلک يې سخت اندېښمن کړي دي.

د نوموړي په وينا، ستونزه دا ده، چې يو شمېر کسان د ډېرې ګټې په خاطر اوبلن ګاز په قاچاقي توګه د سپين بولدک له لارې پاکستان ته وړي.

هغه زياته کړه: ((دوکانداران په خپله خوښه ګاز خرڅوي، دا مهال په کندهار کې د يو کيلوګرام ګاز بيه له ٧٠ تر ٧٥ افغانيو لوړه شوې، حکومت نه يواځې دا چې د بيو کنټرول نه کوي، بلکې پاکستان ته يې د قاچاق کېدو مخه هم نه نيسي.))

د نوموړي په خبره، دولت بايد د بيو د کنټرول لپاره ځانګړې تګلاره ولري، په نورو هېوادونو کې، چې کله د کوم توکي بيه لوړېږي، حکومت ورته تدابير نيسي او د زېرمه شوو توکو په مرسته يې بيې کنټرولوي.

دا مهال په کندهار کې د يو کيلوګرام ګاز بيه ٧٠ افغانۍ ده، خو په عادي ورځو کې د يو کيلوګرام ګاز بيه له ٤٥ تر ٥٥ افغانۍ وي.

دا چې ولې له کندهاره پاکستان ته اوبلن ګاز قاچاق کېږي، د سپين بولدک د وېش بازار يو اوسېدونکى نورالرحمن وايي، د پاکستان د بلوچستان ايالت د سويي سيمه د ګاز زېرمې لري، له دغو زېرمو څخه نه يواځې دغه ايالت بلکې د پاکستان نورو ايالتونو ته هم د ګاز پايپ لاين غځول شوى دى.

دى وايي، په بلوچستان کې د وروستيو نا امنيو له امله دغه ګاز ډېرو سيمو ته نه رسېږي، چې له امله يې د ګاز کمښت رامنځ ته شوى او خلک له همدې امله دغو سيمو ته ګاز قاچاق کوي او په لوړه بيه يې پلوري.

که څه هم چارواکو ته په کندهار کې د کارېدونکي ګاز کچه معلومه نه ده، خو سوداګر وايي، چې د ژمي په موسم کې هره اونۍ له ترکمنستان څخه شاوخوا ١٥ ټانکرونه ګاز يواځې دغه ولايت ته راوړل کېږي، خو د اوړي په موسم کې بيا دغه کچه په يوه اونۍ کې له ٨ تر ١٠ ټانکرونو وي.

د اوبلن ګاز سوداګر وايي، چې د ګاز د بيې لوړېدا نور لاملونه هم لري، چې يو يې ترکمنستان ته پر غځېدلو لارو د واورې اورښت دى.

د حاجي عبدالنافع په نوم د ګاز يوه واردوونکي پژواک ته وويل، کندهار ته ډېر ګاز له ترکمنستان څخه راوړل کېږي، يوه کمه اندازه له ايران څخه هم راوړل کېږي، خو ځيني وختونه ايران د دې لږې اندازې ګاز لېږد هم بندوي.

دى وايي، ډېر مهال د ژمي په موسم کې ترکمنستان ته غځېدلې لارې د واورې د اورښت له امله بندې وي، چې له امله يې ګاز په ځنډ را رسېږي او ورسره دلته بيې لوړېږي.

په کندهار کې د انحصاراتو رياست هم دا مني، چې يوه اندازه اوبلن ګاز پاکستان ته قاچاقېږي، چې پر بيه يې ډېر اغېز کوي.

د دغه رياست مرستيال خواجه صفى الله صديقي پژواک اژانس ته وويل، پاکستان ته د اوبلن ګاز د قاچاق موضوع يې له امنيه قوماندانۍ، ملي امنيت او ولايت مقام سره شريکه کړې او له هغوى څخه د دغه کار مخنيوى غوښتى دى.

هغه په بازار کې د مداخلې او کنټرول په اړه وويل، دولت يوازې په کابل کې د نفتو د کمېدو او يا بيې د لوړېدو پر مهال دغه پاليسي عملي کړې، کله چې هلته د نفتو بيه لوړېږي، حکومت بازار ته نور نفت وړاندې کوي او بيې بېرته عادي حالت ته را ګرځوي.

بلخواد کندهار ولايت مقام وايي، چې پاکستان ته د اوبلن ګاز د قاچاق د مخنيوي په موخه يې کوټلي ګامونه پورته کړي او امنيتي مسوولينو ته يې د دغه کار د مخنيوي امر کړى دى.

خو د کندهار ښاروالۍ چارواکي وايي، چې دوى په ازاد بازار کې د بيو کنټرول نه شي کولى.

د ښاروالۍ مطبوعاتي مسوول زمري څرګند پژواک ته وويل، چې دوى يوازې هغه پلورونکي کنټرولوي، چې تر نورو يې نرخونه ډېر لوړ کړي وي.

 

د کندهار ولايت اوسېدونکي وړانديز کوي، چې په ټوليزه توګه دې حکومت د نفتو او ګاز په برخه کې چې ډېر کارول کېږي، ځانګړې تګلاره جوړه کړي، که کله هم په بازار کې د دغو توکو بيې لوړېږي، چارواکي دې يې د کنټرول لپاره لاس په کار شي.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.

Give us a call on +93 20 220 1814