Article

ګازي رېکشې خلکو ته روغتيايي ستونزې پيدا کړې دي

جلال اباد (پژواک ٣٠ زمرى ٩١): د ننګرهار د عامې روغتيا ډاکټران او ښاريان وايي، چې د ګازي رېکشو له امله په خلکو کې بېلابېلې ناروغۍ پيدا شوې دي.

د ننګرهار د عامې روغتيا رياست د چاپېريال ساتنې مدير ډاکټر يوسف احدي وايي؛ چې په رېکشو کې د تېلو پر ځاى د ګازو کارول خلکو ته ناروغۍ پيدا کړې دي.

هغه زياته کړه، چې د رېکشو د لوګيو له امله په انسانانو کې د تنفسي او جلدي ناروغيو په ګډون نورې ناروغۍ رامنځ ته کېږي، چې تر ټولو خطرناکه يې سرطان ده.

ډاکټر احدي وايي، چې د رېکشو چټل لوګي نباتات هم وچوي؛ ځکه خو د سړکونو ترمنځ کېنول شوې ونې او بوټي ژر وده نه شي کولى او ډېرى يې وچې شوې دي.

د ننګرهار د ترافيکو مدير سمونوال غلام دستګير رحيمي پژواک اژانس ته وويل، هغه رېکشه چلوونکي چې له ګازو ګټه پورته کوي، څو څو ځلې جريمه شوي او رېکشې ترې درول شوې دي.

نوموړي زياته کړه، چې هره ورځ يې کار کوونکي د ګازي رېکشو پر ضد کمپاين ترسره کوي.

د جلال اباد ښاريان وايي، چې دوى هم له ګازي رېکشو په تنګ شوي او دوى ته يې بېلابېل ډول ناروغۍ پيدا کړې دي.

د جلال اباد ښار يوه اوسېدونکي خليل الله چې د ښار په اوومه وياله کې اوسېږي پژواک اژانس ته وويل، چې د ګاز لرونکو رېکشو د لوړو غږونو او لوګيو څخه تر پوزې راغلي دي.

نوموړي زياته کړه: ((دوه کاله سر پر سر مې د پوزې عمليات وکړل او ډاکټران راته وايي، چې د چټلو لوګيو له امله دې په پوزه کې غوښه راشنه شوې ده.))

خليل الله له دولته غوښتنه وکړه، چې د يوه ښاري چاپېريال په موخه دې په هغو رېکشو بنديز ولګوي، چې د موټرو د ګازو پر ځاى د عادي ګاز څخه د تېلو پر ځاى کار اخلي.

د دوست محمد په نوم د ښار يوه بل اوسېدونکي پژواک اژانس ته وويل، چې د پسرلي په لومړيو کې په ښار کې زرګونه نيالګي کښېنول کېږي، خو لس سلنه يې هم نه شنه کېږي.

هغه زياته کړه، چې د ګازي رېکشو او نورو موټرو د لوګيو له امله ډېرى په ګلدانونو او د سړک په غاړو کې کښېنول شوي نيالګي وچېږي او يا هم ژر وده نه کوي.

د غلام حسين په نوم يوه رېکشه چلوونکي پژواک اژانس ته وويل، چې د ګازي رېکشو فرهنګ له پاکستان څخه راوړل شوى دى.

هغه زياته کړه: ((پخوا دلته تېلي رېکشې وې، هېڅ ستونزه نه وه، خو چې په پېښور کې ګازي رېکشو کاروبار پيل شو، سوداګرو دلته هم راوړ.))

غلام حسن وويل، چې هېڅکله به په خپله رېکشه ګاز ونه کاروي، چې پر وينايې د عام ولس د ځورونې او ناروغيو لامل ګرځي.

سيف الله، چې په خپله رېکشه کې يې د ګاز ډبه لګولې پژواک ته وويل، چې په دې اړه ورته تر اوسه چارواکو څه نه دي ويلي، چې ګواکې دا ضرري دي.

نوموړي زياته کړه، دولت دې د خرابو ګازو پر ځاى په پمپونو باندې ښه ګاز حواله کړي.

سيف الله وويل، چې د تېلو بيو د لوړوالي له امله يې د خپلې رېکشې انجن ګازي سيسټم ته اړولى دى.

د ننګرهار ولايت د چاپېريتل ساتنې د ادارې مشر انجنير شاه محمد مومند هم پژواک اژانس ته ومنله، چې د ګازي رېکشو له امله نه يواځې چاپېريال ککړ شوى بلکې خلکو ته يې روغتيايي ستونزې هم پيدا کړې دي.

هغه زياته کړه، چې دوى د نظارت رول لري او په دې اړه يې ولايتي چارواکو ته څو څو وارې خبر ورکړى دى.

د نوموړي په وينا، دلته د ګازو کيفيت هم خراب دى او بله دا چې ورسره مبلاين ګډيږي، چې کيفيت يې نور هم خرابوي.

د يادونې ده چې څه موده وړاندې د ترافيکو مدير پژواک ته په ځانګړې مرکه کې ويلي و، چې په دغه ولايت کې تر پنځه زرو رېکشو پورې چلېږي، چې هره ورځ په شخصي ورکشاپونو کې تر پنځوسو پورې نوې ريکشې هم له تړلو وروسته بازار ته راوځي.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.

Give us a call on +93 20 220 1814