Article

له افغانستان څخه د سرو زرو د وېستلو راپور رد شو

کابل ( پژواک ۲۷ لېندۍ ۹۱) : دافغانستان دمرکزي بانک رييس او دکابل هوايي ډګر دګمرک يوه چارواکي هغه راپور په کله رد کړ، چې ګواکې له دغه هېواد څخه د سرو زرو د وېستلو په کچه کې زياتوالی راغلی دى .

 نيويارک ټايمز ورځپاڼې دکابل هوايي ډګر داوسنيو او پخوانيو چارواکو له قوله ليکلي ، چې د روان کال له اوړي راهيسې له افغانستان څخه د سرو زرو د وېستلو کچه لوړه شوې ده ، خو په دغه راپور کې د سرچينې نوم نه دی اخيستل شوی .

 په راپور کې همدا راز راغلي ، چې يو شمېر خلک بهر ته دخپلې پانګې دلېږد په موخه سره سرز له هېواده باسي ، ځکه دولت اجازه نه ورکوي ، څو يوتن له ځان سره له ۲۰ زره ډالرو څخه  زياتې پيسې ولېږدوي .

 د افغانستان د مرکزي بانک دپرېکړې په اساس، يوتن کولی شي يواځې شل زره ډالر له ځان سره بهرني هېواد ته ولېږدوي ، خو له دې څخه د زياتو پيسو لېږد بايد دبانک له لارې تر سره شي .

 دمرکزي بانک ( دافغانستان بانک ) عمومي رييس نور الله دلاوري نن پژواک خبري اژانس ته وويل : "زه دنيويارک ټايمز دغه راپور په کله ردوم ،حقيقت نه لري ،ځکه افغانستان دومره سره زر نه لري او موږ هغه هېواد يو ، چې بايد سره زر وارد کړو . "

دده په وينا، چې نيويارک ټايمز ورځپاڼې بايد ددغه راپور له خپرولو وړاندې له دغه بانک سره اړيکه نيولې واى  او ويلي يې و، چې په ميليونونو ډالرو سره زر پيرل کېږي او له افغانستان څخه وځي .

دلاوري وويل ،چې نيويارک ټايمز دخپل دې راپور په اړه کومه موثقه سرچينه نه ده وړاندې کړې او ده په هماغه ورځ دغه راپور بې اساسه ګڼلی و .

دکابل هوايي ډګر دګمرک مدير محمد ويس سلطاني هم په دې اړه وويل : " زه هم دغه راپور ردوم ،داسې شرکتونه شته ، چې هره ورځ له ۱۲ څخه تر ۱۳ کيلوګرامه سره زر دپروسس لپاره دوبۍ ته وړي ؛ خو له هغې خوا بېرته له ۵۰ کيلوګرامه زيات سره زر هېواد ته واردوي . "

 د روان کال دچنګاښ په لومړۍ نېټه،ديو ګرام عربي سرو زرو بيه ۱۹۰۰ افغانۍ او د ايرانيو سرو زرو بيه ۱۸۵۰افغانۍ وه.

 دکابل ښار د مريم لېسې په بازار کې دسرو زرو يوه پلورونکي عبدالبصير هم وويل،چې له افغانستان څخه يواځې دپروسس لپاره يوه اندازه سره زر دوبۍ ته لېږدول کېږي او په دې اړه دنيويارک ټايمز راپور بې اساسه دی.

  هغه زياته کړه، چې هره ورځ په سلګونه کيلو ګرامه سره زر له ايران او عربستان څخه افغانستان ته واردېږي .

دچنګاښ په ۲۹ مه په کابل کې ديوه کيلوګرام عربي سرو زرو بيه ۲۲۰۰ افغانۍ او د يوکيلو ګرام ايراني سرو زرو بيه ۱۸۵۰ افغانۍ وه .

دبصير دمعلومات په اساس، نن ورځ په کابل ښار کې ديو ګرام عربي سروزرو بيه ۲۳۵۰افغانۍ او د يو ګرام ايراني سرو زرو بيه ۲۰۰۰ افغانۍ ده .

 نوموړي زياته کړه ، چې دسرو زرو په بيو کې دچنګاښ مياشتې په نسبت توپير ، په نړيوال بازار کې دهغو دبيو له امله را منځ ته شوی او که  له افغانستان څخه سره زر بهر ته لېږدېدلى ؛ نو بايد چې بيې يې هم لوړې شوې واى .

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.

Give us a call on +93 20 220 1814