Error message

Deprecated function: The each() function is deprecated. This message will be suppressed on further calls in menu_set_active_trail() (line 2400 of /var/www/html/public_html/includes/menu.inc).

ناامنيو د کانونو غير قانوني کيندنو ته لار هواره کړې

جلال اباد (پژواک، ٢٤ مرغومى ٩٣): د ننګرهار د ځينو سيمو اوسېدونکي او چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې د وروستيو نا امنيو د کانونو ناقانونه کيندنو ته لاره هواره کړې ده.

دوى وايي، که چېرې ناامني همداسې دوام وکړي نو لرې نه ده چې د ننګرهار ټول کانونه به په ناقانونه ډول وکيندل شي او په دغه ولايت کې به شته کاني زېرمې ختمې شي.

 د شېرزادو ولسوالۍ يوه قومي مشر حاجي امير محمد پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې د دولت وسله وال مخالفين پر ډېرو سيمو حاکم دي او ډېرى خلک پر خپل سر کانونه کيندي او له حکومته په هېڅ ډول اجازه نه اخلي.

نوموړی وايي، که څه هم حکومت په جلال اباد ښار کې له يو شمېر سوداګرو سره قراردادونه کړي، خو له تر قرارداديانو ډېر نور خلک پر خپل سر او ناقانونه توګه د شوکاڼي )تالک) په کانونو کې کيندنې کوي.

ده زياته کړه: ((د هر چا خپل کار دى، هر څوک د ځان لپاره کيندنې کوي او بيا يې خرڅوي، په قاچاقي لارو يې له پولو بهر ته لېږدوي.))

د کامې ولسوالۍ د ماما خېلو قومي مشر ملک احمدزى هم وايي چې د ګوشتې ولسوالۍ د غره ماماخېلو په سيمه کې د سيمې اوسېدونکو په غره کې د نيمه قيمتي ډبرو ناقانونه او غير مسلکي کيندنې کولې او په زرګونه ټنه ډبرې يې ترې را ايستلې وې.

نوموړی وايي، کله چې ده له دغه کيندل شوو ډبرو يوه نمونه ګاونډي هېواد پاکستان ته يوړه، نو هلته يې ترې ځکه وانه خيسته چې په ناقانونه ډول کيندل شوې وې او د قيمتي ډبرو د سودا ګرو په خبره، دوى ته يې په درد نه خوړل.

هغه زياته کړه: ((همدا اوس چې هغه غره ته ولاړ شې، ډېرۍ ډېرۍ ډبرې پرتې دي، په هغې سيمه کې ناامني وه، نو حکومت مداخله نه شوه کولى.))

د نوموړي په وينا، که چېرې ناامني له منځه ولاړه شي نو حکومت به پر کانونو حاکم شي او په مسلکي ډول به وکيندل شي.

د ګوشتې ولسوالۍ سيمه ييز چارواکي هم مني چې په دې ولسوالۍ کې د شاه مقصود ډبرو کانونه پر خپل سر کيندل شوي دي.

د سره رود ولسوالۍ اوسېدونکى نواب خان چې د تعميراتي ډبرو په کان کې کار کوي پژواک اژانس ته وويل چې دوى پر خپل سر د تعميراتي ډبرو پر کيندنو بوخت دي.

دى وايي چې دوى په ٥٠٠ افغانۍ يو موټر ډبرې پلوري خو که چېرې يادې ډبرې ښار ته داخلېږي نو هلته ترې ٢٠٠ افغانۍ اخيستل کېږي.

ده زياته کړه: ((دلته خو طالبان موجود دي، د هر چا خپل کار دى خو بيا هم کله نا کله وسله وال راڅخه پيسې اخلي.))

دى وايي، څو کاله پخوا چې ناامني کمه وه کله نا کله به پوليس سيمې ته ورتلل، نو د غير قانوني کيندنو مخه په بشپړ ډول نيول شوې وه، خو اوس چې ناامني زياته شوې پوليس او نور امنيتي ځواکونه هم سيمې ته نه راځي نو ځکه کيندنې زياتې شوې دي.

د ننګرهار د کانونو رييس انجنير فاروق پژواک خبري اژانس ته ومنله چې ناامني د کانونو په غير قانوني استخراج کې زياتوالى راوستى دى.

دى وايي چې که څه هم کانونه په لرو پرتو سيمو کې موجود دي او هلته ناامني موجوده ده خو دوى بيا هم کانونه په قراردادونو ورکړي دي.

د نوموړي وينا، که چېرې د ناامنۍ درجه کمه شي، نو دوى به په خپله لرو پرتو سيمو ته سفرونه وکړي او له کانونو به په سم ډول نظارت وکړي.

هغه زياته کړه: ((موږ تر اخري حده هڅه کړې چې قراردادونه ورکړو او موږ په دې برخه کې بريالي يو.))

انجنير فاروق وايي، ناامني د ټول هېواد پر کانونو او د کانونو پر استخراج اغېزه کړې، که چېرې ناامني له منځه ولاړه شي نو د دوى چارې په خپله پرمختګ کولى شي.

د کانونو رييس وويل چې د ننګرهار په کانونو کې تر پنځه ويشت زرو پورې کارګران پر کار بوخت دي خو که چېرې سوله راشي او نا امني کمه شي نو ياده شمېره تر څلورو برابره پورې ډېرېدای شي.

د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزى هم مني چې د ننګرهار په يو شمېر ناامنو سيمو کې غير قانوني کيندنې کېږي.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې په دغه ولايت کې د نورو کانونو تر څنګ د شوکاڼي تر ټولو ستر کان د شېرزادو په ولسوالۍ کې موجود دى چې دا مهال ترې استخراج روان دى.

دى وايي چې د کانونو رياست چارواکو اندېښنې لرلې چې د يادو اندېښنو د لرې کولو لپاره په دې وروستيو کې په شېرزادو ولسوالۍ کې ستر عمليات ترسره شول چې ياده سيمه د وسله والو له شتونه پاکه شوه.

نوموړي زياته کړه: ((مخکې ځينې ستونزې وې، خو اوس د يادو عملياتو په پاى ته رسېدو سره دا ستونزې يو څه په کمېدو دي.))

دى وايي چې ولايتي اداره د کانونو په برخه کې جدي ده او د هر ډول غير قانوني کيندنو، قاچاق او نورو غير قانوني کړنو مخه نيسي.

عبدالزى وايي: ((طبيعي ده چې ناامني موجوده وي، کانونه به هم په غيرقانوني ډول استخراجيږي، قاچاق به يې هم کېږي او نورې چارې به هم صورت نيسي، خو ولايتي اداره په دې هڅه کې ده چې مخنيوى يې وکړي.))

د امنيتي چارو يو کارپوه محمدانور سلطاني وايي چې په ځينو سيمو کې سوداګر په لوى لاس ناامني رامنځته کوي تر څو اوبه خړې کړې او کبان په کې ونيسي.

هغه زياته کړه: ((کله چې ناامني رامنځته شي، نو له قرارداد نه زيات استخراج کوي او د سوداګرو ګټۀ زياتېږي.))

دى وايي دا هر څه په امنيت پورې تړلي چې کله هم په سيمه کې امنيت ټينګ شي نو ستونزې به هوارې شي.


Fatal error: require_once(): Failed opening required '/var/www/html/public_html/sites/all/modules/smtp/smtp.mail.inc' (include_path='.:/usr/share/php') in /var/www/html/public_html/includes/bootstrap.inc on line 3172