کابل (پژواک ٢٠ تله ٩٣): شنونکي وايي، د پاکستان او افغانستان ترمنځ له مرکزي اسيا سوېلي اسيا ته د برېښنا د لېږد پروژې (کاسا ١٠٠٠) تړون پلي کېدل به د اقتصادي ګټو تر څنګ پر امنيتي وضعيت هم مثبت اغېز وکړي.
دغه تړون تېره ورځ په واشنګټن کې د نړيوال بانک او نړيوال وجهي صندوق (اى اېم اېف) د کلنۍ غونډې پر مهال په اقتصادي چارو کې د افغانستان د ولسمشر سلاکار ډاکټر عمر زاخېلوال او د پاکستان د ماليې وزير اسحاق ډار له خوا لاسليک شو.
د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت د معلوماتو له مخې، د يادې پروژې له مخې به له قرغيزستان څخه د تاجکستان او افغانستان له لارې پاکستان ته برېښنا لېږدول کېږي.
سرچينه زياتوي چې له دې لارې به د قرغيزستان ١٠٠٠ ميګاواټه برېښنا پاکستان ته لېږدول کېږي او له ٣٠٠ ميګاواټه څخه به يې په افغانستان کې کار اخيستل کېږي.
له قرغيزستان څخه پاکستان ته د لېږدېدونکې برېښنا د هر ميګاواټ پر سر به افغانستان ته ١،٢٥ سينټه پيسې ورکول کېږي.
د دې پروژې ټوله بوديجه يو اعشاريه اووه ميليارده امريکايي ډالره اټکل شوې چې د نړيوال بانک، اسلامي پراختيايي بانک، د امريکا متحدو ايالتونو او ځينو نورو پراختيايي بنسټونو له خوا برابرېږي.
افغانستان به د دې پروژې د ټول لګښت درې سوه او شپاړس اعشاريه پنځه ميليونه ډالره له نړيوالې پراختيايي ادارې څخه د بلاعوضه مرستې په بڼه ترلاسه کړي، پر دې پيسو به د برېښنا پنځه سوه او شپېته کيلومتره هوايي انتقالاتي مزي وغځېږي او د برېښنا شبکه به د افغانستان د شمالي او ختيځو ولايتونو له لارې سره ونښلوي.
امريکا او نړيوال بانک دغه تړون د پاکستان او افغانستان تر منځ د اړيکو لپاره يو ډېر مهم اقدام ګڼلى دی.
په کابل کې هم د چارو ځيني شنونکي دغه پروژه ګټوره او مهمه بولي.
د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد سيف الدين سيحون پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پروژه نه يواځې د افغانستان، بلکې د يادو درېيو نورو هېوادونو لپاره هم ډېره ګټوره پروژه ده.
سيحون وايي چې د کاسا پروژه پر امنيتي وضعيت هم مثبت اغېز کولاى شي؛ ځکه چې په دې ډول پروژو سره د هېوادونو ګتې سره شريکې کېږي.
دى د بېلګې په توګه وايي چې تر اوسه پاکستان په افغانستان کې نا امنۍ جوړوي، خو کله يې چې د يادې پروژې په څېر اقتصادي ګټې له افغانستان سره غوټه شي، له دغه کار څخه لاس اخلي.
د استاد سيحون په وينا، څرنګه چې په افغانستان کې د امنيت ټينګښت د سيمې د امنيت پر ټينګښت مثبت اغېز کوي، ويلی شي چې د کاسا پلي کېدل به د سيمې پر امنيت هم مثبت اغېز وکړي.
د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي بل استاد حميدالله فاروقي هم ورته نظر لري او وايي چې دغه پروژه به د اقتصادي ګټو تر څنګ په سيمه کې پر امنيت هم مثبت اغېز وکړي ځکه چې په افغانستان کې ثبات او امنيت د سيمې د ثبات او امنيت لامل ګرځي.
دى هم وايي، هغه هېوادونه يو بل ته امنيتي ستونزې نه جوړوي چې اقتصادي ګټې يې سره شريکې وي.
ده هيله څرګنده کړه چې د سيمې د هېوادونو تر منځ د داسې نورو پروژو تړونونه هم لاسليک شي.