د افغانستان د وسپني کانونو پېژندنه
افغانستان د وسپنې کانونو له اړخه خورا غنى هېواد دى؛ د دغه هېواد د وسپنې کان د نړۍ د سترو کانونو په ډله کې شمېرل کېږي.
په دې اړه شوو څېړنو او کشفونو ته په پام سره، افغانستان د وسپنې د ښو کانونو او د وسپنې ډبرو له اړخه نسبي غني ښکاري، ځکه چې يواځې د بابا غرونو په لړۍ کې د وسپنې د اتو زېرمو شتون تثبيت شوى، چې له دې ډلې د باميانو سوېل ختيځ ته په ٤٥ کيلومترۍ کې پروت د حاجي ګک د وسپنې کان له لوړ اهميت څخه برخمن دى او زېرمه يې ١.٨ ميليارده ټنه تثبيت شوې ده.
١- د حاجيکګ وسپنې کان:
دغه کان د حاجيګک کوتل په ګاونډ او د هندوکش غرونو په لوړو کې د باميانو ختيځ ته پروت دى، چې د کابل له شمال لوېديځ سره ١٠٠ کيلومتره واټن لري.
دغه کان د لومړي ځل لپاره په ١٩١١ زېږديز کال وپېژندل شو او تر اوسه پورې د بېلابېلو ځمک پېژندونکو له خوا مطالعه شوى دى.
د دغه کان اکتشافي څېړنې د بهرنيو کارپوهانو له خوا شوې او انګرېزانو، المانيانو، فرانسويانو او بالاخره روسانو دا سمه تر مطالعې او ارزونې لاندې نيولې ده.
د روسانو تر ټولو مهمې څېړنې په ١٩٧٠ لسيزه او د ١٩٨٠ لسيزې په لومړيو کې تر سره کړې، چې د ١٩٨٠ مې لسيزې په اوږدو کې يې اکتشافي پړاوونه بشپړ او استخراجي پلانونه يې هم طرحه شول، خو له بده مرغه چې د سياسي بدلونونو، ناامنيو له زياتېدو او د دې د بېخ بنسټونو له نشتوالي سره تر استخراجي پړاو پورې ونه رسېد.
د حاجيکګ ستر کان نه يواځې چې په افغانستان، بلکې د سيمې په کچه مشهور کان دى، دا کان ١٦ کيلومتره اوږدوالى او ٥٥ متره ژور والى لري.
د دغه کان د عيار او زېرمې په اړه لاندې ارزونې ترسره شوې دي:
احتمالي زېرمه: ١.٨ ميليارده ټنه
د وسپنې د اندازې سلنه: ۶۲%
د کيمياوي تجزيې او د روسانو د کره مطالعاتو پر بنست (په ١٩٨٠ کال کې عبدالله، چميريف او نورو)، چې له مخې يې د استخراج پلان ترتيب شوى و، داسې استنباط کېږي:
١- د کان په اصلي ساحه کې منځنى عيار: ٨٣ / %٦٢ Fe
٢- د غني شوې سيمې عيار: ٨٩ / %٦٨Fe
٣- د اصلي سيمې قطعي زېرمه: ٩ / ١١٠ ميتريک ميليون ټنه
٤- د اصلي سيمې ټوله زېرمه: ٢٠٧٠متريک ميليون ټنه
له وسپنې پرته د ځينو نورو عناصرو لکه باريم(Ba) منګنزيم (Mn)، نکل(Ni)، کوبالت (Co) او نقره (Ag)هم په دغه کان کې د جانبي محصول په توګه د يادونې وړ دي.
کارپوهان وايي، شونې ده چې د وسپنې د ويلې کولو لپاره د وسپنې دغه کان ته نږدې د باميانو په شمال کې د ډبرو سکرو له شته کانونو لکه د دره صوف او يکاولنګ خڅه کار واخيستل شي.
د دغه کان قرارداد د لومړي ځل لپاره د ډبرو سکرو د استخراج په موخه په ١٣٩٠ کال کې د کانونو او پيټروليم وزارت او دوو هندي او کاناډايي کمپنيو تر منځ لاسليک شو.
د اټکلونو له مخې، په دغه کان کې د ټولې شته وسپنې استخراج به ١٨٠ کلونه ونيسي، څو په بشپړ ډول استخراج شي.
٢- د سياه درې د وسپنې کان
د سياه درې د وسپنې کان د حاجيګک د وسپنې له کان څخه وروسته په هېواد کې د وسپنې دويم ستر کان شمېرل کېږي.
دغه کان د باميانو ولايت په ٢٢ کيلومترۍ کې په يکاولنګ ولسوالۍ کې موقعيت لري.
په دغه کان کې شوې ارزونې څرګندوي، چې په په ميلياردونو ټنه وسپنه او د ډبرو سکاره شتون لري او احتمال شته، چې زېرمې يې د حاجيګک له کان څخه ډېرې وي.
د سياه درې کان د وسپنې په ډبرو کې ٦٢ سلنه وسپنه شته او اټکل کېږي، چې د دغه کان اصلي ساحه ٣٠ کيلومتره اصلي ساحه په بر کې نيسي.
د کانونو او پيټروليم وزارت په وينا، د يکاولنګ د سياه درې په کان کې داسې عناصر شته، چې د لوړ کيفيت لرونکو فولادو په جوړولو کې ترې کار اخيستل کېدلى شي.
د کانونو او پيټروليم وزارت تېر کال اعلان کړى و، چې په نږدې راتلونکي کې به دغه کان داوطلبۍ ته وسپاري.
٣- د کندهار د خاکرېز د وسپنې کان:
دغه کان د کندهار ښار شمال ته په ١٠٠ کيلومترۍ کې په خاکرېز ولسوالۍ کې موقعيت لري.
په دغه کان کې شوې څېړنې څرګندوي، چې د دغه کان ظرفيت له ٣ ميليونه ټنه وسپنې څخه زيات اټکل شوى دى.
د دغه کان په ډبرو کې د مسو سلنه ٦١.٤ او پاتې يې وسپنه او نور فلزات دي، چې لا هم په څرګند ډول نه دي پېژندل شوي.
٤- د سياه جز د وسپنې کان:
دغه کان په بدخشان ولايت کې موقعيت لري، چې کاني اجسام يې پوړيز (طبقه يي) شکلونه لري او په ترکيب کې يې هماتيت او مګنيتيتي شامل دي.
د کاني اجسامو پېرړوالى 2-3،5 متره او اوږدوالى يې تر ١٥٠ مترو پورې رسېږي. په دغه کان کې د وسپنې د زېرمو وړاندوينه له ٤٠ څخه تر ٤٥ ميليونه ټنو پورې شوې ده.
٥- د فورماخ د وسپنې کان:
دغه کان هم په بدخشان ولايت کې موقعيت لري، چې پېرړوالى يې ٢-٣٥ متره، اوږدوالى يى ١٠٠٠ متره او ژوروالى يې تر ٣٥٠مترو پورې مشاهده شوى دى.
په دغه کان کې د وسپنې د زېرمو د اندازې وړاندوينه تر ٣٥ ميليونه ټنو پورې شوې ده.
٦- د زيرک د وسپنې کان:
دغه کان په بغلان ولايت کې موقعيت لري، چې د هماتيت- مګنيتيتي اجسامو د اجزاوو درى کتلې د ١٢-٧٥مترو پېرړوالي او ٩٠-٤٥٠ مترو په اوږدوالي سره پېژندل شوى دى.
په ياد کان کې يې د زېرمو د کچې وړاندوينه له ٢٠ ميليونه ټنو څخه زياته ده.
خو دغه کان ته څېرمه جعل ته ورته د کاني ډبرو مربع ډوله پارچې هم په ٥٠٠٠٠ کيلومتره مربع ساحه کې شته، چې پر بنسټ يې کولى شو د ياد کان زېرمې د پام وړ زياتې شي.
٧- د خيشن وسپنې کان:
دغه کان په باميانو ولايت کې موقعيت لري، د کان په ساحه کې پنځه کاني جسمونه د١٠-٢٠٠ مترو په پنډوالي٣٠٠-١٣٠٠ اوږدوالي سره تثبيت شوي دي.
په کاني ډبرو کې د وسپنې کميت 48-62،9 سلنه، د اکسايد تنتاليم ٠،١ سلنه، د مګنيزيم ٣،١ سلنه، باريم ١،٥ سلنه، فاسفورس پينتا اکسايد (P2O5) 0،28 سلنه، کوبالټ ٠،١٩ سلنه، سلفر 0،03 – 2،92 سلنه ده. په کان کې د زېرمې وړاندوينه ١١٧ ميليونه ټنه شوې ده.